بلېنکن: د افغانانو وضعیت د اندېښنې وړ دی، اړمنو کسانو ته بشرې مرستې رسوو

بلېنکن: د افغانانو وضعیت د اندېښنې وړ دی، اړمنو کسانو ته بشرې مرستې رسوو


  • 2 کاله دمخه (14/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 733

سمسور (جمعه د مرغومي۲۴) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تازه «ان‌بي‌سي» ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي، چې امریکا هڅه کوي د نړیوالې ټولنې په همکارۍ تر اړمنو افغانانو بشري مرستې ورسوي.

بلېنکن ټینګار وکړ چې طالبان باید خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي.

نوموړي ویلي، چې دوی له ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او د نړۍ له هېوادونو سره پر دې تمرکز کوي چې څنګه کېدای شي له دې ټولو حساسیتونو سره – سره ولسي افغانانو ته زیان ونه رسېږي.

خو بل‌خوا اسلامي امارت بیا وایي ټول هغه هېوادونه چې غواړي له افغانستان سره مرسته وکړي ، ډاډه دې وي چې دا مرستې به تر اړمنو افغانانو رسېږي.