سمسور (شنبه د مرغومي۲۵) د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وایي، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزن تار لګول به د کابل په خوښه بشپړ کړي.
نوموړي پرون جمعه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د اغزن تار غځولو پروژه به د افغانو وروڼو په خوښه بشپړه شي.
هغه ټینګار کړی، چې د ډیورنډ کرښې اوږدو کې ۲۶۰۰ کیلومتره اغزن تار غځول شوی او ایله ۲۱ کیلومتره پاتې تار به هم ژر وغځول شي.
په کابل کې د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
تر دې وړاندې بیا طالب چارواکو ویلي وو، چې پاکستان ته دا اجازه نه ورکوي چې په ډيورند کرښې د اغزن تار لګولو ته ادامه ورکړي.