په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • الف. ستانيزى
  • 1150

په افغانستان كې د ملي اقليتونو ظلم او استبدادكرزى يا پنجشېرزى

نيويارك ټايمز، د اګست ۱۶ مه ۲۰۰۹م كال
ژباړه: الف. الف. ستانيزى
نیویارک ټایمز - اوس چې د اوباما په اداره كې دا بحث- چې څنګه افغانستان باثباته شي- پياوړى كېږي، خو يوه مهمه مسئله له ياده وځي او دا مسئله په افغانستان كې د پښتنو زياتېدونكې سياسي انزوا او بې برخې كېدل دي. دا د طالبانو څخه د پښتنو د ملاتړ اصلي لامل هم ګڼل كېږي. اوس په افغانستان كې د دولتي ارګانونو اصلي ځواك د تاجكانو په لاس كې وركړل شوى دى.
له دې سره- سره چې تاجكان د افغانستان په سلو كې ۲۴ تشكيلوي، خو دوى د وسلوالو پوځونو، د اطلاعاتو او د پټو جاسوسي شبكو واك په خپلې ولكې كې نيولى دى، دا نابرابر ځواك د پښتنو په ورځني ژوندانه كې ګواښونه را منځ ته كوي، له دې كبله د راتلونكيو انتخاباتو نه مخكې د طالبانو د تبليغ مهمه برخه دا ده چې مارشال فهيم له كرزي سره ولاړ دى او فهيم د تاجكانو د ځواك يو سمبول ګڼل كېږي. د كرزي پخوانى د دفاع وزير فهيم او د ده ملېشه د طالبانو پر ضد وو او دۀ او د شمال د ائتلاف نورو ملېشو له امريكايانو سره د طالبانو د حكومت په نسكورولو كې مهمه ونډه واخيسته. د امريكايانو په مستقيمه مرسته د تاجكانو يوې كوچنۍ پوځي ډلې- چې د پنجشېريانو په نامه شهرت لري- مهمې امنيتي چارې اشغال كړې. واشنګټن د دې لپاره چې د كابل رژيم ته د پښتنو رنګ وركړى وي، حامد كرزى يې د رژيم مشر وټاكه، خو دى له سره پښتنو ونه مانه او دۀ ته يې په ملنډو سره د پنجشېرزي لقب وركړ.
د پښتنو په منځ كې ويل كېږي چې امريكايان تاجكانو ته ډالر وركوي او پښتنو ته مرمۍ. ډالر هغه پيسې دي چې تاجكانو او د دوى د متحدينو نورو ملي اقليتونو ډلې يې په پرله پسې توګه له امريكا نه تر لاسه كوي. د مرستو په نامه پيسې هم د دوى جېبونو ته ځي او مرمۍ د امريكايانو هغه هوايي بمبارۍ او پوځي عمليات دي چې د افغانستان په جنوب او ختيځ كې د پښتنو په سيمو كې سر ته رسول كېږي. كرزى د دې لپاره چې د تاجكو له خوا د ځواكونو نصب بل ډول وښيي، ځينې پښتانه يې په مهمو چارو ګومارلي دي، خو دا پښتانه يواځې د څوكيو په نامه ناست دي او ريښتينى ځواك له تاجك سره پاتې شوى دى. د مثال په ډول كرزي، عبدالرحيم وردګ د دفاع وزير وټاكه، خو اصلي واك د لوى درستيز بسم الله تاجك دى او د وزارت اساسي كړۍ، نظامي اطلاعات او د ترياكو پر ضد ځواك ټول د تاجكانو سره پاتې شوى دى.
د ملي امنيت د ادارې رئيس چې د ملكي او نظامي اطلاعاتي شبكې او مخفي پوليسو لارښوونه كوي، د شمال په ائتلاف پورې تړلى امرالله صالح دى. ښاغلي مايكل سمپل په كابل كې د اروپايي اتحاديې پخواني استازي ماته وويل چې امرالله صالح يو شمېر پښتانه د اطلاعاتو ولايتي رئيسان مقرر كړي دي، خو د اطلاعاتي شبكې اساسي كړۍ همدا اوس- اوس د شمال د ائتلاف د پښتنو ضد ډلو ټپلو په لاس كې دي. د اطلاعاتي شبكو جوړښت په اساسي ډول د شمال د ائتلاف په لاس كې پاتې شوى دى. دوى همدا راز د تعقيب، بندي كولو، شكنجو او داسې نورو چارې هم پر مخ بيايي.
د اوباما اداره هيله لري چې د افغان ملي اردو په پياوړي كولو به يوه ورځ له افغانستانه د وتلو تكل وكړي. دا اردو به بيا د شورشيانو پر ضد جګړه مخ په وړاندې بيايي. د امريكا د دفاع د وزارت (پنټاګون) يوې څېړونكې موسسې په وروستيو كې خبردارى وكړ چې دا ريښتيا ده چې د افغان ملي اردو اصلي قدرت د تاجكو په لاس كې دى، خو د قومي انډول سمبالول خورا ګران كار دى. د ملګرو ملتونو يوۀ مهم چارواكي وويل چې د دې اصلي علت دا دى چې د ملي اردو د عملياتي پوځونو په سلو كې (۷۰) قوماندانان تاجك دي او طالبان پښتانه نه پرېږدي چې اردو ته لاړ شي. دا هم ګواښونكې ده چې د تاجك پوځي واحدونه د پښتنو سيمو ته لاړ شي او دوى په پښتنو نه پوهېږي.
پښتنو پاچاهانو له ۱۷۴۷م كاله را په دې خوا په افغانستان كې  حكومت كړى دى. شاهي نظام په ۱۹۷۳م كې ړنګ شو. دا ښكاره خبره ده چې د پښتنو مشرانو غوښتل چې ظاهرشاه د افغانستان د موقتې ادارې د جمهوررئيس په توګه وټاكي. داسې فكرونه هم كېدل چې پخوانى پاچا دي په محدود قدرت كې پاتې شي او كرزى دې د هغه صدراعظم وي، خو تاجكانو دا پلان ونه مانه. له دې كبله د بوش ادارې زلمي خليلزاد ته دنده وركړه چي يوه چاره وكړي. د غونډې په ترڅ كې زلمي خليلزاد له ظاهرشاه سره د څلوېښتو دقيقو لپاره خبرې وكړې، چې وروسته بيا ظاهرشاه په خپله د ځان ټاكنه رد كړه. د خليلزاد خبرې خورا ترخې وې.
د پښتنو ناسيوناليزم د طالبانو ځواك نه دى پياوړى كړى. طالبان اسلامي جذباتو، فاسدو جنګسالارانو، د امريكايانو له اشغال څخه كركه او د پاكستان د جاسوسي دستګاه پټو هلو ځلو د دې كار اصلي لامل ګڼل كېږي، خو هغه څه چې په رواني ډول له طالبانو سره مرسته كوي هغه په كابل كې د تاجكانو د لاس بري سره د پښتنو ضديت دى، تر هغو پورې چې د پنجشېريانو غصب ته پاى ور نه كړ شي نه به د امريكا پيسې او نه انساني ځواك طالبان مات كړي.
ياددښت:-
دا مقاله چې د امريكا په يوۀ مهم اخبار او مهمه پاڼه چې "Opinion" نومېږي، د يوۀ وتلي څېړونكي په قلم خپره شوې ده، ځينې مهم ټكي لري چې په لاندې ډول وړاندې كېږي.
۱- دا ليكنه هغه باور چې امريكايان په دې ښه پوهېږي چې دوى په لوى لاس په كابل كې سياسي ځواك يوې كوچنۍ او بازاري ډلې ته په لاس وركړى، زموږ په ذهنونو كې پياوړى كوي.
دا يو ښكاره اعتراف دى. امريكايان اوس دې ستونځمنې مسئلې ته متوجه شوي دي چې ولې دوى ورځ په ورځ په پوځي ډګر كې شاته تګ كوي، خو چاره هم نه لري، ځكه اوس ډېر ناوخته شوى دى چې د شمال ائتلاف- چې د دوى د شر او فساد تورتم اوس هم د افغانانو په شعور كې پر ځاى پاتې دى- له منځه يوسي. ټوله لانجه په همدې كې ده، امريكايان په داسې يوۀ دام كې را ښكېل شوي دي چې په خپلو لاسونو يې جوړ كړى دى.
۲- د شمال د ائتلاف غاصبان په واقعيت كې نه د تاجكانو او نه د نورو ملي اقليتونو استازي دي. رمضان بشردوست چې افغانيت يې تر كرزي ډېر پياوړى دى ريښتيا وايي چې دوى ځانونه په تاجكو، هزارګانو او اوزبكو ور تړلى دى. دا د مفسدينو يوه افراطي او ناروغه ډله ده چې پيسو او قدرت لېوني كړي دي او د خپلې بقا لپاره تل د بهرنيو ځواكونو غلامۍ ته تيار دي. دوى پخوا روسانو، ايران او هند ته كار كاوه او اوس يې د روسيې غلامي په امريكايي غلامۍ اړولې ده. سبا به دوى بيا د چين او يا بل بهرني ځواك په تمه ناست وي. دوى حرفوي قاتلان او هېواد پلورونكي دي.
دا مقاله يو بل واقعيت پټوي او هغه دا دى چې امريكايانو روسان، ايرانيان، هندوان او حتى پنجابيان غلي كړي دي، ځكه د دوى ګوډاګيانو ته يې لاس برى منلى دى. روس، ايران، هند او پنجابيان كولاى شي د امريكايانو پوځي تلفات زيات كړي. دوى د امريكا د ځواك په محدوديت ښه پوهېږي. دوى پوهېږي چې امريكا را ګير شوې ده، ښايي د شمال ائتلاف غصب دوى ته د امريكايانو له خوا يوه لويه ډالۍ وي.
۳- دا مقاله په پاى كې امريكايانو ته خبردارى وركوي چې پنجشېريان (البته زما منظور ټول پنجشېريان نه دي، بلكې دغه شراچوونكي او د پرديو غلامان دي) نور نو د زغم وړ نه دي. كه څه هم په امريكا كې بهرنۍ پاليسي پنټاګون او سي آى اې جوړوي، خو مطبوعات هڅه كوي ټول خبر كړي چې څه بايد وشي. نيويارك ټايمز د امريكا تر ټولو مهم اخبار دى، دې ورځپاڼې پخوا هم د پنجشېر د مافيا او په كابل كې د كانګسترانو د حكومت تر سرليك لاندې نورې ليكنې هم كړې دي.
۴- دا مقاله دا ټكى هم په ډاګه كوي چې كه چېرې امريكايان په افغانستان كې ژور بدلون را نه ولي دوى به هم د روسانو په برخليك واوړي. په امريكا او انګليستان كې خلك د خپلو دولتونو پر ضد را پارېدلي دي. دوى پوهېږي چې افغانستان هغه ځاى نه دى او هيڅ وخت به هغه ځاى نه وي چې هلته څوك يوه فاسده او هېواد پلورونكې ډله په زور پر خلكو وتپي.
بي بي سي وړمه ورځ وويل چې په انګليستان كې يوه د برونزو لوحه غلا شوه. دا لوحه د انګليستان په يوه تاريخي او يادګاري سيمه كې چې برومفيلد پارك نومېږي ځاى پر ځاى شوې وه. د لوحې پر مخ د انګرېزانو د هغو پوځيانو نومونه ليكل شوي وو او ليكل كېدل چې په افغانستان كې وژل شوي وو او يا وژل كېږي.
د انګليستان يوۀ چارواكي ويلي دي چې دا غلا يو لوى شرم دى، غلۀ زموږ تاريخ وركوي. ظاهراً د لوحې غلا د برونزو لپاره ګڼل شوې، خو واقعيت څرګندوي چې دا د انګرېز د خلكو څرګندونه هم ده.
۵- د شمال د ائتلاف ملېشې چې د تېرو اتو كلونو په موده كې اصلي قدرت د امريكا- انګرېز په مستقيمه مرسته په واك كې لري، د امريكايانو د آشيل پونده ده. (آشيل په لرغوني يونان كې يو داسې اتل و چې نه ماتېدونكى ځواك يې درلود، خو يواځې په پونده كې وژل كېدۀ). دا د لعنت طوق امريكايان نه په غاړه ساتلاى شي او نه تر تېرېدلاى شي. امريكا- انګرېز په خپل لوى لاس د افغانانو په افغانستان كې خپلې بېځايه وينې او اوښكې تويوي. ما په پرله پسې توګه د امرالله صالح نوم په څو امريكايي او انګرېزي كتابونو كې ليدلى دى. په دغو كتابونو كې صالح او عبدالله عبدالله د سي آى اې ډېر پخوانى جواسيس ښودل شوى دى. په يوۀ كتاب كې په صالح ملنډې هم شوې دي. ليكوال وايي هغه وخت چې احمدشاه مسعود وژل شوى و، صالح په داسې حال كې چې ژړل يې سي آى اې ته ټليفون وكړ. د سي آى اې مشر وويل: "احمدشاه مسعود چېرته دى؟ " صالح ځواب وركړ: "هغه په يخچال كې دى". امريكايي وخندل او ملګرو ته يې وويل چې دا سړى د مرده خانې په نوم په انګليسي كې نه پوهېدۀ. د عبدالله په باب ويل شوي دي چې د انتخاباتو نه څو اوونۍ دمخه هغه زيات وخت په كابل كې د امريكا په سفارت كې تېراوه.
۶- په دې مقاله كې ادعا شوې ده چې پښتانه د افغانستان په سلو كې ۴۲ تشكيلوي. دا له غرضه ډكه او د سياسي موخو لپاره جوړه شوې ادعا ده. په دې باب د امريكا- انګرېز مطبوعاتو زيات درواغ ويلي دي. تر دوه كاله دمخه دوى د پښتنو نفوس د هېواد په سلو كې ۳۰ او ۳۵ ښوده، خو اوس يې يو څه ور زيات كړي دي. ځينې متعصبو امريكايي او انګرېزي پوهانو او ورځپاڼه ليكونكيو حتى دا ادعا هم وكړه چې افغانستان د اقليتونو هېواد دى.
دا په داسې حال كې ده چې كه هر يو نړيوال دايرة المعارف او يا د مراجعې كتاب پرانيزو، نو د پښتنو نفوس په سلو كې ۶۰ – ۷۰ جوتوي.
دا يو څرګند واقعيت دى چې د انګرېز او امريكا په مطبوعاتو كې د پښتنو په مقابل كې يو ښكاره نژادي توپير موجود دى، خو اوس دوى پوه شوي چې په افغانستان كې د خپلې خوښې حكومت حتى په نظامي زور هم نه شي ساتلاى. له همدې كبله دوى يو څه نرم شوي دي او دا مقاله د دې نوې پاليسۍ يوه څرګنده بېلګه ده.
 الف. الف. ستانيزى