پاکستان: افغانستان ته مو په صادراتو کې کموالی راغلی

پاکستان: افغانستان ته مو په صادراتو کې کموالی راغلی


  • 2 کاله دمخه (16/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 1130

سمسور (یک‌شنبه د مرغومي۲۶) پاکستان وایي، افغانستان ته یې په صادراتو کې کموالی راغلی دی. 

د راپورونو له‌مخې‌، چې د پاکستان د سوداګریزې برخې چارواکو ویلي، له هغه وروسته چې په کابل کې نوی حکومت رامنځ ته شوی دغه هېواد ته د پاکستان په صادراتو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی.

د سرچینې په خبره، په افغانستان کې روان وضعیت او کمزوری اقتصاد د صادراتو د کموالي اصلي لامل دی.

پاکستاني لوري یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغانستان سره به سوداګریزې اړیکې پراخوي.

پاکستان د افغاستان یو له هغو ګاونډیو هېوادونو څخه دی، چې تر نورو ګاونډیو ډېره سوداګریزه راکړه ورکړه ورسره لري؛ خو وخت ناوخت دغه هېواد په افغان صادراتو کې پلمې لټوي او افغان سوداګرو ته خنډونه جوړوي.