طالبان: میدان‌ورګو کې مو د علي‌پور د وسلو زېرمې کشف کړي

طالبان: میدان‌ورګو کې مو د علي‌پور د وسلو زېرمې کشف کړي


  • 2 کاله دمخه (17/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 955

 

سمسور (دوشنبه د مرغومي ۲۷) طالبان وایي، په میدان وردګو ولایت کې یې د عليپور د وسلو او مهماتو دوه زېرمتونونه کشف کړي دي.
د استخباراتو ادارې ویلي، چې تېره ورځ یط په بهسودو ولسوالۍ کې د خپلسري وسله والو قومندان عليپور د وسلو او مهماتو دوه زیرمتونونه کشف کړي او په دې ولسوالۍ کې لا ډېرې پلټنې روانې دي.
د دې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د غیر مسوله وسلوالو قومندان علی‌پور د وسلو ۲پټنځایونه کشف او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې، یو عراده نظامي موترسایکل، دوربينونه، لاسي بمونه او په زرګونه فيره مختلف النوع مهمات کشف شوي دي.
قومندان علی‌پور په افغانستان کې نامسووله وسله‌وال درلودل او وخت ناوخت یې د قانون ضد کړنې ترسره کولې.