ملګري ملتونه: طالبان غواړي مېرمنې او نجونې د ټولنې له عادي ژوند نه څنډې ته کړي

ملګري ملتونه: طالبان غواړي مېرمنې او نجونې د ټولنې له عادي ژوند نه څنډې ته کړي


  • 1 کال دمخه (18/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 387

سمسور (سه‌شنبه د مرغومي۲۸) د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوه ډله وایي، چې طالبان هڅه کوي په سیستماتیک او دوامدار ډول افغان مېرمنې او نجونې د ټولنې له عادي ژوند څخه له څنډې ته کړي.

د دې سازمان د بشري حقونو د کارپوهانو ۳۶ کسیزې ډلې پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو مشران په سیستماتیک ډول د جنسیت په اساس تبعیض او له ښځو او نجونو سره تاوتریخوالی بنسټیز کوي.

اعلامیه کې لیکل شوي، چې د طالبانو حکومت په اګسټ میاشت کې د کابل له نیولو وروسته پر ښځو او نجونو ګڼ شمېر بندیزونه لګولي دي.

دغو کارپوهانو ویلي‌، چې دوی د نژاد، مذهب او ژبې په اساس د لږکیو قومونو لکه هزاره، تاجیک،‌ هندو او نورو د ښځو او نجونو په اړه ډېر اندېښمن دي.

د افغانو ښځو او نجونو په اړه دغه اندېښنې په داسې مهال شریکې شوي چې طالبانو وړمه ورځ په کابل پر ښځینه لاریو‌ن‌‌کوونکو اوښلن ګاز پاشلي وو او هغوی ته یې اجازه نه‌وه ورکړې چې لاریونونونه وکړي.