طالبان: له ازبکستان نه بلخ او پېښور ته د اوسپنې پټلۍ پروژې عملي کارونه پیلېږي

طالبان: له ازبکستان نه بلخ او پېښور ته د اوسپنې پټلۍ پروژې عملي کارونه پیلېږي


  • 3 کاله دمخه (18/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 724

سمسور (سه‌شنبه د مرغومي۲۸) طالبان وایي، له ازبکستان څخه مزار شریف او پېښور ته د اوسپنې پټلۍ د پروژې عملي کارونه ډېر ژر پیلېږي.

د رییس‌الوزرا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې غونډه ترسره شوې او له ازبکستان څخه بلخ او پېښور ته د اوسپنې پټلۍ پروژې په اړه په‌کې بحث شوی دی. 

د معلوماتو له‌مخې، چې د کابینې په ناسته کې د دې پروژې د مسیر او ځمکني سروې په اړه خبرې شوي او پرېکړه شوې چې په نږدې راتلونکي کې به د دې پروژې عملي کارونه پیل شي. 

تر دې وړاندې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف د دې پروژې په اړه ویلي وو، چې ازبکستان د ترمذ ـ تورخم ریل ګاډي پټلۍ په غځولو سره غواړي افغانستان په ټرانزیټي مرکز بدل کړي.