افغان بشري وضعیت؛ ترکیه: افغانستان ته ۷۰۰ټنه بشري مرسته لېږو

افغان بشري وضعیت؛ ترکیه: افغانستان ته ۷۰۰ټنه بشري مرسته لېږو


  • 2 کاله دمخه (20/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 851

سمسور (پنج‌شنبه د مرغومي۳۰) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، په افغانستان کې خلک له سخت وضعیت سره مخ دي، چې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او دوی هڅه کوي چې د خیر ښېګڼې په نامه له لومړنیو توکو ډک ټرېن افغانستان ته ولېږي.

هغه دغه‌راز وایي، په دې کې شاوخوا ۷۰۰ ټنه مرستندویه توکي دي چې افغانستان ته به لېږدول کېږي او پر اړمنو وېشل کېږي. اردوغان یو ځل بیا ویلي چې دوی په افغانستان کې دایمي ثبات غواړي او هيله لري چې دغه هېواد له روانو ستونزو راووځي.