مولوي منیر: د نجونو زده کړو ته خنډ نه ګرځوو؛ دا مو مسوولیت دی

مولوي منیر: د نجونو زده کړو ته خنډ نه ګرځوو؛ دا مو مسوولیت دی


  • 2 کاله دمخه (20/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 931

سمسور (پنج‌شنبه د مرغومي۳۰) د افغانستان ا.ا د پوهنې وزارت سرپرست مولوي نورالله منیر ویلي چې دوی د خپل مسوولیت له مخې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکوي. 

نوموړي د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره په لیدنه کې ویلي چې زده کړې د نجونو حق دی او دوی مسوول دي، چې هغوی ته د زده کړو زمینه برابره کړي نه دا چې د بهرنیو فشارونو له امله به هغوی ته ښوونځیو ته د تګ زمینه برابروي. 

د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته ټول دولتي ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړل شوي، خو لوړو زده کړو وزارت ویلي چې دا چاره د اقتصادي ستونزو له امله ځنډېدلې ده نه دا چې دوی هغوی ته د زده کړو حق او اجازه نه ورکوي.