عمران خان: د بد اقتصادي وضیعت له کبله خوب نه راځي

عمران خان: د بد اقتصادي وضیعت له کبله خوب نه راځي


  • 2 کاله دمخه (24/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 996

سمسور نیوز(دوشنبه د سلواغې۴) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له خپلو خلکو سره د ټیلفون له لارې د خبرو پر مهال ویلي، چې د ملک له ستونزو او په هېواد کې له اوسنۍ ګراني څخه خبر دی.

هغه زیاته کړې، چې په هرڅه پوهېږم؛ خو اقتصادي ستونزو زما له سترګو هم خوب تښتولی.

بل پلو د پاکستان د مسلم لیګ ګوند مشرې مریم نواز د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې عمران خان څخه وره اوبو وړی او دا سړی د پاکستان د اداره کولو وړتیا نلري.