ځوان سندرغاړي شفیق مرید سره مرکه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • آرش ننګيال
  • 1323

ټولو لوستونكو ته لاسلامونه! نن سبا  شفيق  مريد دومر د شهرت اوج ته رسېدلى چې ان په خپله  شفيق هم دا تصور نه شواى كولى چې يو وخت په د شهرت لوړو پوړيو ته رسيږي. شفيق زلمى دى ډېر انژي لري او تل يې كوښښ كړى چې د اورېدونكو په سليقه او ذوق سندرې ووايي. خو د اورېدونكو  سليقه او ذوق پيدا كول هم څه اسانه كار نه دى دا هم د هوښيارۍ يوه نښه ده. څه موده مخكې آرش ننګيال ور سره د مينې مجلې لپاره دغه مركه كړې وه، مركه ځكه خوندوره ده چې كليشه پكې نشته، يا خو كمه ده .ويې لولئ .

مينه : شفيق جانه اوريدونکو دې خان په هکله  يو څه ووايه  !

 شفيق : سمه ده ، زه شفيق مريد يم د کابل ښکلي ښار کې زږېدلى يم، له اره  د لغمان ولايت يم، دانصاري  لېسې نه فارغ شوى يم، کله  مې چې  د کانکور  ازموينه  ورکړ، له نيکه مرغه خپل  د خوښې پوهنځۍ  يانې  ژورنالېزم ته برايالی شوم ، خو اقتصاد مې د دې تقاضا نه کوله چې  لوړې زده کړې  وکم  ، بيا مې  تعجيل واخيسته اوس مهال د موسبقۍ په چارو بوخت يم
مينه :  شفيق جانه دا راته ووايه چې څنګه  يو دم د مو سيقۍ ډګر ته راووتې؟ که له پخوانه دې وروسره مينه وه او زه خبرنه وم؟ کله مې چې ستا لمړنۍ سندره واوريده ډير تعجب مې وکړ او ډير خوند يې وکه.
شفيق :  له سندرو سره مې له ماشومتوب نه مينه وه، تل به مې د نورو سندر غاړو سندرې زمزمه کولې او هغې نه به ما خوند اخيسته او همېشه زه د دوستانو له خوا تشويق شوى يم، ما خپله همدا استعداد په  خپل وجود کې کشف کړی و، دا زما هيله وه  چې يو ورځ به زه هنرمند شم، که څه هم چې  تر اوسه پورې زه ځان هنرمند نه بولم خو کوښښ کوم چې په راتلونکې کې يو ښه هنرمند شم
  مينه :  ايا تر تا پخواهم ستاسو په وکورنۍ کې کوم سندرغاړی تير شوی؟
شفيق :  زموږ په کونرۍ کې لمړنۍ سندرغاړې زه يم.
مينه  : دا پوښتنه مې ځکه وکړه، چې پښتانه په تيره  بيا د کورنۍ مشران  موخه مې له اوسنی   نسل نه نه ده هغه د ډير عمر مشران يادوم هغوي نه  غواړي چې د کورنۍ کوم  غړی يې سندرغاړی شي نو ځکه خو يې مخالفت کوي . ستا مخالفت خو به چا نه وي کړی؟
شفيق :  ولا مخافت خو مې شوی ، ځکه زه هم پښتون يم، ( مسکا ) د کورنۍ لخوا را سره مخافلت شوی ،په تيره بيا  مور مې را سره مخالفه ده  تل راته  وايي دا ښه کار نه دی يو بله رشته انتخاب کړه.خو کوښښ کوم چې قانع يې کړم
مينه :  شفيق جانه ! په موسيقۍ څومره پوهېږې؟
شفيپ :  (په خندا)په موسيقۍ باندې هېڅ ام نه پوهېږم، صرف يو اماتور سندر غاړى يم او لږ لږ سندرې وايم، .
مينه :  په ځان  دې څومره اعتماد درلود چې ته به دومره مشهورېږې؟
شفيق :  ولا دا هرڅه له مينې نه کيږي، ما همېشه ځان سره دا فکر کاوه، چې کله زه خپله لومړنۍ سندره ووايم نو هغه بايد ډېره ښه سندره اوسي، ځکه چې اول ضرور نه ده چې سندرغاړى سندره وايي، بيا چې سندره وايي،  بايديوه ډېره قوي او ښه  سندره ووايي، چې د ټولو په زړونو کې ځاى ونيسي، نو ما هم کله چې خپل لومړۍ سندره ثبتوله، ما په هغې سندرې باندې حساب کاوه پوهېدلم چې دا سندره حتماً که زه ثبته کړم نو خلک به يې هم خوښه کړي ،ځکه چې زما خپله ډيره  خوښېده ؤ زما په زړه وه، همېشه به چې ما زمزمه کوله ډېر زيات خوند راکاوه ،زه له خپلواوريدونکو نه هم ډيره مننه کوم  چې زما لومړنۍ سندره يې خوښه کړه.
مينه  :  دا خو په سندرې اعتماد شو، په خپل ځان دې څومره اعتماد و؟
شفيق :  په ځان مې هم ډېر زيات اعتماد درلود، ځکه چې زه همېشه ډېره سقيله يعنې ډېرې سخته موسقي اورم، لکه  دميديا حسن ، غلام علي، استاد سر آهنگ، يعنې په ځان مې ډېر زيات اعتماد درلود، په(  سر) باندې مې اعتماد درلود، په( لى) باندې مې اعتماد درلود، ما ويل که  چيرې زه  دا سندره ووايم  حتماً وځي
 مينه :  په کم وخت کې تا ډېر شهرت پيدا کړ، د ده اساسي علت څه شى ده؟
شفيق :  د دې اساسي علت شايد کميت د کار وي، زه همېشه غواړمه چې ډېر لږکار وکم، خو ښه  ،د  يو سندرغاړې بايد په کمپوز ، موزيک او د  شعر په انتخاب کې ډېر زيات دقيق اوسي، چې زه هم ډېر زيات دقيق يم، همدا رنګه پکار ده چې په تصوير جوړولو کې هم ډېر زيات ي زحمت ويستل شي ، سره د دې چې موږ سره ډير لږ اماکنات شته ؤخو بيا هم زه ډيره هڅه کوم  کومه سندره چې زه  يې وايم بايد له هر لحاظه ښه اوسي.
مينه  : د نوښت څومره طرفدار يې؟
شفيق :  زه د نوښت ډېر زيات طرفدار يم،  ځکه هر کار کې چې  نوښت وي  هغه خلکو ته په زړه پورې وي ، نو زه هم غواړم چې زما کارنو  کې نوښت ډير  وي.
مينه :  ښه شفيق جانه !  دا راته ووايه چې شهرت ښه شى دى که بد؟
شفيق :  ((له يوی شېبی مکس نه رورسته)) زما په نظر شهرت ښه دی خو چې له شهرت سره محبوبيت  هم وي،
مينه :  څه فکر کى چې ډير  شهرت د ژوند ساحه نه نتګوي؟
شفيق :  ولا د ژوند ساحه په رښتيا هم تنګيږي، خو بيا هم په شهرت کې  يوډول  خوند وي  ، مثلاً کله چې زه کوم ځای ته لاړ شم  ، ډېر زيات تشويقېږم، ډير پلويان لرم  نو کله چې  د خلکو تشويق و ګورم ، ډير خوشاليږم او  احساساتي کېږم، او نور هم هڅيږم  تر دې هم  ښې ښې سندرې توليد کړم، او گران هيواد افغانستان او خلکو ته يې  د خپل هنر  له لارې خدمت وکړم. 
مينه :  ستا په اند ښه سندرغاړى بايد په کومو ميعارونو برابر وي  ؟
شفيق :  زما په نظر ، يو سندر غاړي ته په کار ده چې اول خو خپل عنعنات او افغاني کولتور په نظر کې ونيسي ، دروند سنگينه واوسي، او بل د شعر په انتخاب کې ، کمپوز او موسيقي کې ډېر زيات دقيق وواسي.
مينه :  غږ څنگه؟ غږ هم رول لري؟
شفيق :  سندر غاړى چې غږ ونه لري هغه خو بايد هېڅ سندرې ونه وايي، که يو سندرغاړې ښه غږ   ولري بيا دې دغه شيونه په پام کې ونيسي. لکه  کمپوز، شعر او موسيقي. ،  يو سندر غاړي ته غږ ډير مهم دی، يو ډول هغه خدای غږونه وي چې دالله پاک ډالۍ وي ، او بل دا چې ځينې غږونه د تمرين په کولو سره هم جوړيږي
مينه :   يوه بله خبره ، هغه دا  چې، تاسې سندرغاړي کوم غږ ته ښه غږ وايئ، او کوم غږ ته خراب غږ وايئ .
شفيق : ښه غږ هغه غږ دی چې هغه کې سور وي ، يعنې بې سوره نه اوسي، کوم غږ چې  له زړه نه پورته کيږي هغه په زړه باندې تاثير کوي، ، بعضې سندرې دي چې هنرمندان يې وايي هغه چې اورې د دې پر ځاې چې خوښې دې شي هغه ته دې قار راځي يعنې نه دې خوښېږي، په زړه دې ښه نه لگېږي. بعضې سندر غاړي دي چې ډېر ملايم ډېر په سور غږونه لري هغه چې واورې خوښېږي دې.
مينه :  ما اوريدلي چې انسان کولی شي چې خپل خراب غږ د تمرين په مټ ښه کړي ، تاسې سندرغاړي هم ده ته پام کوئ، يعنې داسې څه کوئ چې غږ مو ښه شي؟
شفيق :  خراب خو خراب وي
مينه : زما مو خه دا ده چې تمرين سره غږ ښه کېدلى شي .
شفيق : ما هم درته وويل چې يو خو خدايي داد دی ، چې يو سندرغاړي ته ،نطاق ته خداى پاک ورکړي وي چې هغه خدايي ښه وي، او د چا غږ چې ښه نه يي هغه څه رقم کولى شي چې خپل غږ ښه کړي هغه په تمرين باندې، هغه بايد ډېر زيات رياضيت وکړي، ډېر زيات تمرين وکړي، تر څو چې د هغه غږ ښه شي، او زه خپله تمرين کوم.
مينه : زه خبر شوى يم کله کله شعر هم ليکې او ستا د لمړنۍ سندرې شعر  هم ستا خپل دی ايا د  همداسې ده؟
شفيق :  هو کله کله يو نيم  شعر ليکم . که څه هم چې ډير ښه شعرونه نه دي ، زما د لومړۍ سندرې او د آخرې سندرې چې يو بله پښتو سندره ده، شعرونه يې  ما خپله ليکلى.
مينه :  هغه اوله سندره خو مو اورېدلې ده د دې بلې مطلع څه رقم ده ؟
شفيق :  د بلې مطلع ده  (   چې دې وکړه بهانه زه درنه لاړم  بې وفا را دې کړه دوکه زه درنه لاړم )
مينه :  شفيق جانه ! د سندرو لپاره شعر په څه ډول انتخابوې؟ له کومه يې تر لاسه  کوې؟
شفيق :  کتابونه پسې کورم ، شاعران  ملګري لرم. کله کله يې په خپله هم ليکم.

مينه :  د شعر انتخاب څومره مهم دی ؟
شفيق : د شعر انتخاب خو ډېر زيات مهمه دی، يعنې يو سندر غاړى بايد د شعر په انتخاب کې ډېر زيات دقيق اوسي، اوبل  کمپوز هم ډېر زيات رول لري، يعنې که شعر ډېر قوي هم نه وي که کمپوز يې قوي وي، نو هغه فکر کوم يو نتيجه ورکوي.
مينه :  ښه  شعر خو ته  پخپله انتخابوې ، کمپوز درته څوک جوړوي؟
شفيق :   کمپوز بغير  د يوې سندرې نه  (دران نفس)  نور ټول کمپوزونه زما خپل دي.
مينه :  ايا د موسيقي زده کړه هم کوې؟
                           د موسيقۍ زدکړه د يو پاکستانى استاد نه  څه نا څه کوم،
مينه : په کابل کې ؟
شفيق :نه په پاکستان کې ، کله چې زه پاکستان ته ځم نو بعضې شيان له هغه نه زدکوم، ولې زه يو اماتور سندر غاړى يم، يعنې په موسيقۍکی  ډېره زدکړه نه لرم، ، دا هم شايد يو خداى داد وي چې زه کمپوز جوړوم.
مينه : ، د چا شعرونه دې ډېر خوښېږي؟
شفيق : پښتو شاعرانو کې زما د عبدالباري جهاني شعرونه خوښېږي، د اسحاق ننگيال صيب شعرونه مې خوښېږي، د بابرزي صيب، ولې ډېره مطالعه نه لرم،
مينه : ځيني سندرغاړي بازاري او د معيار نه پرېوتي شعرونه وايي د دې علت څه شى دی؟
شفيق :  ولا هاغه خو سندرغاړي پورې اړه لری ، هر ډول سندر غاړي پيدا کېږي .او د هر جا ذوق ا وسليقه سره توپېر لري.
مينه : يو شمير سندرغاړي د سندرو لپاره آزاد شعرونه انتخابوي اما په افغانستان کې اکثراً غزل انتخابېږي، ته په دې  هکله څه وايې؟ ايا زموږ سندر غاړي آزاد شعرونه نه شي ويلی، هغه ته کمپوز نه شي جوړولاى که څنګه؟
شفيق : بلکل ولا د نورو سندر غاړو خو زه څه ويلى نه شمه، غزل ځان ته کيفيت لرياو آزاد شعر ځانته ، ځينې کسان دا  خوښوي  چې بايد غزل ووايي. آزاد شعرونه يې نه خوښېږي، او زه پخپله يعنې که خپل ځان درته ووايم زما هم غزل خوښېږي. هم آزاده شعر ونه ، او ما کې دا گنجايش شته چې هم غزل ووايم او هم آزاد شعر ووايم .
مينه :  کومې سندرې ژوندۍ پاتې کېږي او کومې مړې کېږي؟
شفيق : زما په نظر باندې هغه سندرې ژوندۍ پاتې کېږي چې د هغې شعر ډېر زيات قوي ووسي، او مستې سندرې نه وسي، مثلاً تراژيډې سندرې وواسي، شعرونه يې ډېر زيات قوي وواسي، هغه کې نوښت وي، او موسيقي يې ډېر په جگه سطه باندې وواسي.
مينه : ځينې خلک وايي شفيق مريد غمجنې سندرې وايي د دې علت څه شى دى؟
شفيق : د دې علت به همدا وي کنه غواړم چې سندرې مې ډېر زيات دوام وکړي.
مينه : يعنې چې  تا کشف کړې ده چې غمجنې سندرې خلک ډېرې خوښوي.
شفيق : ما دا کشف کړې ده چې تراژيد سندرې چې شعرونه يې هم قوي وي، کمپوزونه يې هم قوي وي، موسيقي يې ام ډېر عالي وواسي، دا ډېر زيات دوام کوي، اوتر  ډېر وخته پورې پاتې کېږي لکه د احمد ظاهر سندرې.
مينه :دا کشف دې څنگه وکه؟ څنگه دا توانايي دې پيدا کړه چې دا کشف دې وکړ؟
شفيق : ولا يو سندرغاړى  بايد دا توانايي ولري  پو شي چې کومې سندرې خلک خوښوي او کومې سندرې خلک نه خوښوي، د کومو سندرو وخت لږ وي، د کومو سندرو وخت ډېر زيات وي،  او زه ددی لپاره دا کار نه کوم چې زما سندرې ډېر وخت پورې پاتې شي ، زه صرف  ددې له خاطره همېشه تراژيډ سندرې وايم چې زه احساس د آرامش کوم، ما ته مزه راکوي، ما ته خوند راکوي کله يې چې زه وايمه نو زه په دې عقيده يم چې کوم شى زما خوښ شي زما په زړه يي هغه حتماً د اورېدونکو په خوښه هم وي.
مينه          يعنې کوم راز خو يې شاته نه دى پروت؟ د غمجنو سندرو؟
شفيق : نه ، راز نشته ما تنها غمجنې سندرې نه دي ويلې ما مستې سندرې هم ويلي د بابرزي صيب سندره ده بنگړي په تا مين دي، هغه مسته سندره ده، هغه ام خلکو خوښه کړې، يو بله سندره ده چې ما شعر يې د گنج غزل کتاب نه انتخاب کړى، د مفتون اميني شعر دی، هغه هم مسته.ده ، تر اوسه پورې خو ما ډېرې سندرې نه دي ويلي، وخت شته چې زه غواړمه تراژيدي سندرې هم ووايم، مستې سندرې هم ووايم، د وطن لپاره سندره هم ووايم، د مور لپاره هم سندره ووايم، د پلار لپاره ،د استاد لپاره ما سندره جوړه کړې، انشاالله چې ډېر زر به پرې کار وکوم.
مينه : ايا د غږ د ساتلو لپاره څه کوې ى؟
شفيق : زما غږ د خداى پاک داد دی، چې زه يې ډېر زيات شکر گزار يم ولې تمرين هم کوم لږ، لږ ډېر زيات نه.
مينه : ته چې دې ډګر ته راووتې موخه دی څه ده؟
شفيق : زما اساسي هدف همدا دى چې زه وکولاى شم يو ښه سندر غاړى وواسم ، او زموږه موسيقي، د افغانستان موسيقي له افغانستان نه بهر هم اوريدونکي ولري  زما هدف دا دی چې زه يو وخت وکولى شمه چې مثلاً په هندوستان کې خلک د شفيق مريد سندرې واوري، په امريکا کې، اېټاليا کې، جرمني کې او هر ځاى کې، دا زما هدف دى او بس.
مينه : په  څه ډول محفلونو کې سندرې وايې؟
شفيق : زما هېڅ زړه نه غواړي چې په محفل کې سندرې ووايم، دا په دې معنا نه چې زه يې نه شم ويلى، ويلى يې شم ولې په هېڅ محفل کې زما زړه نه غواړي چې سندرې ووايم، که زما د ډېر يو گران ملگري د واده محفل وي چې ډېر راته عزيزوي ، زما د ورور يي نو زما زړه کېږي چې دسټېج په سر صرف يو سندره ووايم بس.
مينه : په دغه هنر کې ګټې او زيانونه هم شته؟
شفيق : فکر نه کوم چې زيانونه ولري زما په نظر باندې، هنرمند چې يو صحيح هنرمند يي فکر نه کوم چې هغه زيان ولري، حتا گټې په کې ډېرې زياتې دي.
مينه : کوم ويډيو يي کليپونه چې ته جوړ وې دا دننه په افغانستان کې جوړ وې که بهر ملکونو پسې ځې؟
شفيق : اوسه پورې خو ما ډېر زيات کليپونه نه دي جوړ کړي شايد دوه درې کليپونه مې جوړ کړي وي ، يو دوه کليپه ما په خارج کې جوړ کړي، خارج هم  ورته نه وايم نو پېښور خو هم زموږ خپل دی ، هغه اهم د افغانستان مربوط دی. هلته مې هم جوړې کړي اووروستۍ دری   سندره( راحت جانم ) چې ما ته له  ټولو نه په زړه پورې  کلپ دی ، ، ما په  خپله په  کابل کې جوړ کړى، يعنې دا ما د دې له لپاره دلته جوړ کړ چې که مونږه وغواړو ډېر ښه ښه کليپونه  په افغانستان کې جوړولى شوپه کمو پيسو باندې،
                                په افغانستان کې ډېر ښه ښه ځايونه دي موږ کولى شو په افغانستان کې ډېر ښه ښه کليپونه جوړ کړو، بې له دې نه چې تاجکستان ته يا بلې خوا ته لاړ شو يو څو جنکۍ مو شاوخوا نه وگډېږي، زما په نظر يو کليپ که يوه  سوژه ولري، يو داستان ولري ډير خوند کوي.
مينه : کليپ د سندر غاړي په شهرت کې ،د ده د سندرو په خوند کې څومره رول لري؟
شفيق : زما په نظر باندې ډېر زيات رول لري ،ځکه که زه ډېره ښه سندره ووايم بيا د کمرې مخې ته ودرېږم او يواځې د هغې سندرې سره لپسنګ وکړم لکه پخوا چې کېدل نو فکر کوم چې ډېر زيات خوندور به نه وي ليدونکو او اورېدونکو ته خو که يوه سندره کلپ ولري او کلپ يې بيا يوه سوژه او داستان ولري ډېر زيات خوند کوي ،د خلکو په ذهن کې پاتې کېږي او هر ځل ليدل يې ليدونکوته خوند ورکوي او نه خسته کېږي.
مينه : - د کلپونو طرحه څوک درته جوړوي .
شفيق : - د کلپونو طرحې خو زما خپلې دي، د(( بيا اى راحتې جانم))د کلپ طرحه ما او لينا جان عالم په شريکه کار پرې کړى او په شريکه مو ترتيب کړې دی .
مينه - ددې کلپونو مصارف له کومه کوئ ، سندره دغه مصارف پوره کوي او کنه څوک درسره مرسته کوي.؟
شفيق : - تراوسه پوره چې کومې سندرې ما ويلي ،ددې ټول مصارف ما پخپله کړي دي، بدون د راحت جانم سندرې نه چې ددې مصرف ما او ليناجان عالم دواړو په شريکه کړى دى .
مينه : - ما اورېدلي دي چې د نذير خارا شاګرد هم پاتې شوى يې،  يانې  چې د موسيقې زده کړه دې له هغه نه کوله   ايا دا سمه ده؟
شفيق : - زه په اصل کې ديو ځاى په لټه کې وم چې خپله اوله سندره پکې ثبت کړم او نذير جان سټوډيو لرله ،هلته لاړم هلته مې يو کال کار وکړ، زه يو ورځ وروسته ور تلم چې ددې يو کال نه شپږ مياشتې جوړېږي ، زما د هغه د کورس ماحول ډېر خوښ شو او دا راته ډېر په زړه پورى و . هلته مې دوه درې ملګري هم پيدا کړل چې د هغوى لپاره هم هلته ورتلمه .
مينه : - په خپل نظر دې څنګه سندرغاړى يې ؟
شفيق : - په خپل نظر مې زه ښه سندرغاړى نه يم ! زه غواړم چې ښه سندرغاړى شم.
مينه : - ولې ښه سندرغاړی  نه يې ؟
شفيق : - دا چې زه څنګه سندرغاړې  واوسم هغسې لا نه يم، زه غواړم چې يواځې په افغانستان کې نه بلکه د افغانستان نه بهر هم خلک زما سندرې واوري او دې مقصد ته لا زه نه يم راسېدلى غواړم چې دې مقام ته ورسېږم .
مينه : - ښه خاطره دې ؟
شفيق : ښه خاطره مې داده چې په ډېر کم وخت کې مې ډېر زيات شهرت تر لاسه کړ، زما ښه خاطره هم همدا ده چې ما کومه سندره ويلې ده د خلکو د پام وړ ګرځېدلې ده .
مسنه : - څه شي سره مينه لرې ؟
شفيق : - موسيقۍ سره، کورنۍ سره ، مور سره مينه لرم، او خپل هېواد سره مينه لرم.
مينه : - خپل ځان کې دې څه شى خوښېږي؟
شفيق : - زه پخپل تصميم کې قاطع يم، چې يو پلان و نيسم سرته يې رسوم ،په خپل تصميم کې قاطعيت مې ډېر خوښېږي .
مينه : - کوم رنګ دې خوښېږي ؟
شفيق : - سپين او تور رنګونه مې خوښېږي .
مينه : - سپين او تور خو رنګونه نه دي  ؟
شفيق : - زما په نظر خو دواړه رنګونه دي .
مينه   :  - په خپل وجود کې دڅه شي د کمبود احساس کوې .
شفيق  : (سوچ) د هيڅ شي د کمبود احساس نه کوم خدای پاک نه ډير راضي يم 
مينه :  کله چې يو ښکلی هلګ سندر غاړی شي او بيا ډير مشهور شي نو د جنکو ډير خوښيږي  ايا کومې جنۍ درته د مينې وړانديز کړی؟
شفيق : - ما نه ډېرو خلکو د مينې غوښتنه کړې ده ، همدا نن هم يو هلک ماته زنګ وهلى و ويل يې چې زما په خپلوانو کې يو څوک ده چې هغه هر وخت ژاړي ، ته يې ډېر خوښېږي، کله ډوډۍ هم نه خوري، په تا مينه ده . ته په دې هکله څه وايې . ما ورته يواځې همدومره وويل چې دا ماته ډېره جالبه ده . او تليفون قطع شو، هغه غوښتل چې يو د ثواب کار وکړي . نو همدا ماته يوه جالبه پېښه وه .
مينه : مينه څه ته وايي؟
شفيق - زه تر اوسه پورې په دې پوره نه پوهېږم چې مينه څه ته وايي. (په خندا) .
مينه : -  چې په مينه نه پوهيږي نو په مفرت خو به پوهيږي چې څه ته وايي ؟
شفيق : - ياره بس ددې مينې او نفرت نه به تېر شو .
مينه : - تير به شو .  ښه  تېر يادونه درته څومره ارزښت لري ؟
شفيق : - همدا تېرې خاطرې دي چې شفيق قريشي ، نن شفيق مريد دى .
مينه : - پيسې دې خوښېږي ؟
شفيق : - پيسې د چا نه خوښېږي؟ زما په خپل شخصي نظر داسې څوک به نه وي چې پيسې يې نه خوښېږي.
مينه : - يانې پيسې دې خوښېږي ؟
شفيق : - بدې مې  هم نه راځي او ملاقونه مې هم پسې نه دي وهلي .
مينه : - څه وخت ډېر خوشالېږې ؟
شفيق : - هغه وخت چې په هر چينل کې زما سندرې لومړى مقام ګټلى وي .
مينه : - کله خفه کېږې ؟
شفيق : - هغه وخت چې راته څوک ووايي چې سندره دې خرابه ده.
مينه : - دا خو نقد دى او په نقد باندې خپګان نه دى پکار؟
شفيق : - زما بېځايه نقد نه خوښېږي، او په داسې بېځايه نقد باندې خفه کېږم او مايوسه کېږم .  که يو څوک په موسيقۍ او په دې هنر باندې نه پوهېږي او نقد کوي طبعاً چې سړي باندې ښه نه لګېږي، او بله خبره دلته ددې چاپېريال هم ده چې دلته هر سړى منفي فکر کوي منفي اړخونه يې ورته پيدا کوي  او تشويق ډېر زيات کم دى.
مينه : خپل هېواد يانې افغانستان سره  مينه لرې ؟
شفيق : - هېواد سره زه له زړه نه مينه لرم، د ځينو خلکو غوندې هسې په خوله يې نه وايم ، ځکه چې زه د امريکا دايمي وېزه هم لرم کولاى شم چې په امريکا کې ژوند وکم خو زه په امريکا کې نه يم په افغانستان کې يمه او دلته ژوند کوم ، زه د افغانستان د خلکو سره ډېره مينه لرم ځکه زه همدلته زېږېدلى يم همدلته لوى شوى يم او همدلته مې جنګونه تېر کړي دي، د خپل هېواد سره ډېره مينه لرم يوه وطنۍ سندره  چې د بابرزي صيب شعر دی هم د کار لاندې ده په دې لټۀ کې يم چې ښه کمپوز او ښه تصوير ورته برابر کم ، دغه سندره په راتلونکي البم کې ليدلاى شئ .
مينه : - څه ډول ژوند لرې ؟
شفيق : - ډېر عادي او نور مال ژوند لرم، د عامو خلکو غوندې بازار کې ګرځم خپل ژوند کوم، عام ژوند لرم ، نه ښه نه خراب .
مينه : - کله چې يواځې يې څه کوې ؟
شفيق : - يواځې چې شم سندرې وايم !
مينه : - مطالعه نه کوې ؟
شفيق : - ډېر لږ يواځې کېږم، کله سندرې وايم، کله فلم ګورم، کله کله مطالعه هم کوم خو زه ډېر کم يواځې کېږم، د شپې له خوا نه شعرونه هم مطالعه کوم او ګورم چې ښه شعرونه پيدا کم، دجهاني صيب د شعرونو کتابونه مې اخستي دي هغه مطالعه کوم غواړم ښه شعرونه پيدا کړم، ګنج غزل په نوم کتاب مطالعه کوم د ښو شعرونو په لټۀ کې يم.
مينه : - کله وېرېدلى يې؟
شفيق : - هغه بله شپه ډېر زيات ووېرېدم،  مونږ په روژه ماتي کوله  ، چې يوه کورولا راغله او زمونږ يو غريب همسايه چې څلور ماشومان يې لرل هغه يې درې مرمۍ وويشته د سرک په سر يې وغورځاوه، په همدې وخت کې زه ډېر ووېرېدم .
مينه : - که اوس درنه د ټوکې غوښتنه وکم کومه ټوکه به راته ووايې ؟
شفيق : - زه به هيڅ ټوکه درته ونه وايم ، ځکه زه زما ټوکې زده نه دي .
مينه : - کوم سندرغاړى دې ډېر خوښېږي؟
شفيق : - د خپل هېواد سندرغاړو کې مې  اول مير استاد، استاد سر آهنګ، فواد رامز، عبيد جان جوينده، فرهاد دريا، احمدظاهر، نومونه يې وليکئ چې خفه نه شي.
مينه : - ته خپله ووايه چې کومه پوښتنه درنه وکم  ؟
شفيق : - يو خو دا پوښتنه رانه وکړه چې خپله کومه سندره دې ډېره خوښېږي ؟
مينه : ښه  سمه ده ، داراته ووايه چې خپله کومه سندره دې خوښېږي؟ او دا هم چې څو البمونه دې بازار ته راوتي دي ؟
شفيق : - باور وکه چې زما خپله يوه سندره هم نه خوښېږي، هغه سندره چې زما خوښېږي، هغسې سندره ما نه ده پيدا کړې. يانې نه مې ده ويلې
مينه : - نو که چېرته داسې سندره ته ووايې نو بيا خو ستا تنده ختمه شوه بيا خو ته مخکې نشې تللاى .
شفيق : - همداسې ده، او زه هم د همداسې يوې سندرې په لټه او هڅه کې يم، او کار پرې کوم . لا مې نده پيدا کړې .
مينه : - تراوسه پورې څومره سندرې لرې ؟
شفيق : - زما يوولس سندرې دي، يو کال او درې مياشتې و شوې چې د سندرو ويلو هنر ته مې مخه کړې ده، تر اوسه مې يو البم هم نه دى رليز کړى زه غواړم چې البم رليز شي نو بايد ډېر په ښه کيفيت سره رليز شي، زما( احساس )البم له خيره سره تکميل شوى دى چې د کوچني اختر نه مخکې شايد بازار ته ووځي، خو د تاسف خبره داده چې زه  چې هر موزيک سنټر ته لاړ شم نو د شفيق مريد په نوم رنګارنګ البمونه رليز شوي دي او زه ترې خبر هم نه يم چې دا کار چا کړى دى، د فراق په نوم ، د مينې په نوم، د بې وفا په نوم البم دى دا البمونه چا رليز کړي دي زه نه پوهېږم خو زه خپلو مينه والو ته دومره ويل غواړم چې زه يواځې يو البم لرم او د هغې نوم( احساس )دى، زه غواړم چې کال کې يو البم ولرم ډېر زيات البمونه بيا د کيفيت له پلوه ښه نه وي، او زه دا هم يادونه کول غواړم چې په راتلونکي کال کې زما البم به په مراتبو له دې البم نه ښه وي، زه دادى اوس کار پرې کوم، په هغې کې وطني سندرې هم شته دى ، د مور لپاره هم پکې سندره شته دى، رومانټک سندرې هم پکې شته، مستې سندرې هم شته او آرامې هم .
مينه         -  مينه والو ته دې  څه ويل غواړې ؟
شفيق : - مينه والو ته مې  همدا وايم چې افغاني سندرغاړي تشويق کړي او د افغاني سندرغاړو سندرې واوري، تر څو د نورو هېوادونو د سندرغاړو سره سالم رقابت ولرو، او بله يوه يادونه چې کول غواړم هغه دا ده چې  زه خپلو اورېدونکو ته وايم چې ، زما هره سندره چې زه تاسې ته وړاندې کوم د تېرو سندرو نه به په مراتبو ښه وي او زه تاسې ته دا وعده درکوم چې زه خرابه سندره نه وايم . داسې سندرې به وايم چې خامخا د مينه والو خوښه شي .
مينه : - شفيق چانه تانه ييره مننه چې  مونږ ته مو وخت راکړ .
شفيق : - تاسو نه هم مننه .