سمسور (سهشنبه د سلواغې۵) ایران وایي، چې دوی به په افغانستان کې یوازې یو ټولشموله حکومت په رسمیت وپېژني.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، امیر عبداللهیان په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې هېواد به یې په افغانستان کې له هغه حکومت سره راشه درشه وپالي، چې ټول افغانان پهکې خپل ځان وویني.
نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې تر هغه به هلته افغان سفارت هم طالبانو ته ونهسپاري، ترڅو یو ټولمنلی حکومت نهوي رامنځته شوی.
ایران تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدو غوښتونکي دي او په طالبانو یې غږ کړی وو، چې د دایمي سولې او ثبات لپاره دې ټولو قومونو ته په حکومت کې ځای ورکړي.