امریکا په واشنګټن د افغانستان سفارت تړي

امریکا په واشنګټن د افغانستان سفارت تړي


  • 2 کاله دمخه (27/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 1100

سمسور (پنج‌شنبه د سلواغې۷) امریکا په خپل هېواد کې افغان سفارت ډیپلوماتانو ته خبر ورکړی،   چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت بند کړي.

العربیه ټلویزيون ویلي، چې د امریکا حکومت به په نیویارک او لاس انجلس کې د افغانستان کونسلګرۍ هم بند کړي.

یاد ټلویزیون دغه راز د څو معتبرو سرچینو له قوله لیکلي، امریکا پرېکړه کړې چې د افغان ډپلوماټانو ډپلوماټیک مصونیت هم ځنې اخلي.

تر اوسه د امریکا حکومت په رسمي ډول په واشنګټن کې د افغانستان سفارت تړلو په اړه څه نه‌دي ویلي.

تر دې وړاندې پرون یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي وو، چې د امریکا بانک په دې هېواد کې د افغان سفارت بانکي اکونټونه بند کړي دي.