بلوچستان کې چاودنې پنځه پاکستاني عسکر ووژل

بلوچستان کې چاودنې پنځه پاکستاني عسکر ووژل


  • 2 کاله دمخه (29/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 1078

سمسور (شنبه د سلواغې۹) د بلوچستان په پېشبوغي سیمه کې د یوې چاودنې له کبله پنځه پاکستاني عسکر وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

د بلوچستان ځايي پولیس وايي، چې دغه چاودنه جمعې په ورځ د دې ایالت په پېشبوغي سیمه کې رامنځته شوې ده.

د مالوماتو له مخې، تر دې وړاندې په همدې ایالت کې د بلوڅ بېلتون‌پالو په برید کې لس پاکستاني عسکر وژل شوي وو او تر ۱۲ ډېر تپیان شوي وو.

د جمعې ورځې د چاودنې مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان منلی دی او ویلي یې دي، چې په لسګونه پاکستان پوځیان یې په‌کې وژلي دي.

په ورته مهال پاکستاني چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د پوځ پر ضد وسله‌والو بریدونه زیات شوي دي.

د پاکستان ملي امنیت سلاکار معید یوسف په تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغانستان خاوره لا هم د پاکستان پر ضد کارول کېږي.