د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین وایي، پاکستاني ملیشې د بلوچستان ژوب ته نږدې ټنګه سیمه کې یې پر قافله ډزې کړې دي.
د هغه په خبره، چې د دې ډزو په پایله کې یې یو ملګری نور باشاده هم ټپي شوی دی.
د یادونې ده، چې منظور پښتین د غورځنګ د وژل شوي غړي ارمان لوڼي درېیم تلین کې د ګډون لپاره کلا سیف ته تللی و.
له بلې خوا ویل کېږي، چې منظور پښتین د خپلو نیول شویو ملګرو د خلاصون لپاره احتجاجي پرلت هم اعلان کړ.