امریکا وایي روسیه پر اوکراین برید ته نږدې شوې ده. د امریکا ولسمشر جو بایډن رسنیو ته ویلي روسیې پر اوکراین د برید لپاره ټول تیاری نیولی دی له همدې امله له دغه هېواد د امریکایي وګړو د ایستلو لړۍ پيل شوې ده.
هغه وایي که روسیه برید وکړي نو دوی د خپلو وګړو د ایستلو لپاره ځانګړي پروازونه نه شي ترسره کولی، ځکه روسیه غواړي لومړی هوایي بریدونه وکړي. بايډن وايي دا په نړۍ کې بې مخینې وضعیت دی چې ښايي پراخې ناندرۍ رامنځ ته کړي. ددې تر څنګ اروپايي هېوادونو هم خپلو وګړو ته امر کړی چې له اوکراین ووځي او ځانونه خوندي کړي.