بوډا په وتوخېدو شو، ساه لنډې يې بیخي زیاته شوې وه، زوی يې امبولانس ته زنګ ووهه، څو شېبې وروسته امبولانس د کور مخې ته ودرید، د څراغونو رڼا ان د کور دننه لږیده، دوه ډاکټران په بیړه له امبولانسه راښکته شول، له موټره يې تذکره راښکته کړه، نرسې استاتیسکوب او د فشار اله هم له ځان سره راواخېسته، د ناروغ کور ته داخل شول، بوډا حالت ښه نه و، فشار يې غیرنورمال وه، د زړه درزا يې هم مخ پر کمېدو وه، اکسیجن يې تر ۳۰ راښکته شوې و.
نرسې د اکسیجن کڅوړه د زوړ سړی په خولې وتړله، بوډا له خپل عادي حاله بیخوده کېده، امبولانس په بیړه مخ پر روغتون حرکت وکړ، د ټیو – ټیو غږونو او سرې اشارو خلک وارخطا کول، هر موټر به پرته له ځنډه لار ورکوله، امبولانس ته د روغتون تر انګړ پورې اجازه وه.
په تذکره کې ناروغ بیړنیو مرستو خونې ته ولیږدول شو، نوکریوال ډاکټر د ناروغ په لیدو بوخت شو، ډېر کوښښ يې وکړ چې ناروغ له دې حالت وژغوري، خو شېبه په شېبه د بوډا حالت خرابېده، او درملو ورته یو توت قدر ګټه هم نه کوله، زامنو يې هرڅه لاس او پښي ووهلې خو څه يې لاسته رانه وړل، څو ورځي بوډا د کوما په حال کې، ورو- ورو د بدن حیاتي غړو يې کار پریخوده، د معایناتو پایلې دا شوې چې بوډا ګواکې پر کرونا وایروس اخته شوې وي، د ډېر عمر او ضعیف معافیت لرلو سره کیدای شو په ابدي خوب لاړ شي.
ډاکټرانو خپله تمه له لاسه ورکړې وه، یو سهار وختي نرسې نوکریوال ډاکټر ته غږ کړ: متخصص صیب ناروغ مړ شو، متخصص په بیړه عاجلی خونې ته ننوت، د ناروغ د اکسیجن او زړه ګراف ماشین صفر ته تقرب کړې و، ډاکټر نا هیلی ودرېد، د بوډا زنه يې په بنداژ وتړله او ورته يې د مغفرت دعا وکړه، زامنو يې مړی کور ته ویوړه، خپلوان يې راغونډ شول، جنازه يې څو تکړه ځوانانو په وږو او امبولانس کې کېښوده، تر هدېره ورو – ورو روان و، د موټرو اوږد قطار جوړ و، د جنازې لمونځ وروسته د چپرکت لاندې ځای ته د خلکو فکر شو.
سپی په دوه پښو ناست و، لمانځه ته راغلي کسانو هرڅه ورته کورې – کورې وویل خو سپی سمه خپه اړولې وه، جیک (سپی) د بوډا شل کلن ملګری و، د جنازې موټر پسې له کوره څو کیلومتره په منډو راغلی و، د خپل څو کلن ملګری اخرې دیدن په تمه وه، سپیان ټولنیز او هوښیار حیوانات دي، د قوی ذهن، د ښه آورېدو حس او د بیلابیلو اشیاو په بویولو که بې ساری ژوي دی، په ځانګړی ډول کولای شي ولامبي او هرې خواته ټوپونه ووهي.
اوکسیتوسین هغه هورمون دی، چې په انسانانو او سپیانو کې په طبیعي ډول شتون لري او هغه وخت خپریږي چې کله د مینې اړیکه ټینګه شي، همدا د مینې هورمون کولای شي زمونږ د مینې اړیکه لاپسې ګړندۍ کړي، څېړنو ښودلی چې د اوکسیتوسین هورمون د وفادارۍ په ترڅ کې خورا زیات تاثېر لري، همدا هورمون په ټولنیزو اړیکو هم خپل ځانګړی اغیزه لري.
سپیان ددې لپاره له خپلو ساتونکو نه ساتنه کوې چې ددوې په قانون کې قضاوت نه شته ، د جنسیت ، دین، مذهب، رنګ، بوی، خوی او نور په نظر کې نه ساتل کېږي او پرته له هر قسم اختلاف نه انسان سره توافق کولای شي.
جیک یو عاطفی سپی دی چې د بوډا يې تر اخرو ورځو ساتنه کوله او ورسره يې بې کچې مینه درلوده، بوډا هم د خپلو زامنو کم نه ګڼلو، جیک ته يې پوره په ماړه نس خواړه ورکول او د شپې به يې خپل خواته نېږدې سملاوه.
د بوډا له مرګه ډېر وخت تير شوې و، جیک هر سهار وختي له کوره تر هدېرې پورې په مڼدو تلو، یو سهار د بوډا مشر زوی سپی ته پام شو چې له کوره په منډو شو، دې هم ورپسې په باسیکل وروځغاستل، تر څو کیلو مترو مزل وروسته سپی هدېرې ته ورسید، د بوډا په قبر پورته شو، څو شېبې يې د قبر په خاورو ځان وموښه او له لږ فکر وروسته بیرته د کور په لور روان شو.
د بوډا مشر زوی د هدېرې خواته هټیوال سره ولیدل او د جیک د راتلو پوښتنه يې ترې وکړه، هغه وویل: دا سپی هره ورځ پرته د کوم ځنډ نه راځي او ددې قبر سره ته کیني او له لږ ځنډ وروسته بیرته روانیږي نه پوهیږم چې له کوم ځایه راځي، یقیناً چې سپیان سره عاطفی چلند وشي او تل ورته خواړه ورکړل شي هغه کس هیڅکله هم له یاده نه باسي او تل يې په ذهن کې ژوندی ساتې، له همدې کبله سپیان تر ټولو وفادار حیوانات دي.
د بوډا مشر زوی، د جیک هدېرې ته تلو کیسه کور کې ټولو ته وکړه، هغوې ټول ورته حیران شول، کونډې مور يې په ژړغونې غږ وویل: له کومې ورځ چې ستاسو پلار مړ شوې تاسو په میاشت کې هم د هغه زیارت نه کوئ اما جیک هره ورځ ستاسو د پلار زیارت ته ځي، رښتیا هم چې زامن بې وفا کیدای شي خو سپیان نه....