پر اوکراین برید؛ د سفارتونو تخلیه چټکه شوې ده

پر اوکراین برید؛ د سفارتونو تخلیه چټکه شوې ده


  • 2 کاله دمخه (13/02/2022)
  • سمسور نیوز
  • 911

غربي هېوادونه وایي هره شېبه ددې امکان شته چې روسیه پر اوکراین برید وکړي. شاوخوا لسو هېوادونو د خپلو سفارتونو او خپلو وګړو د ایستلو لړۍ پيل کړې ده. د امریکا په ګډون څو غربي هېوادونو ویلي هره شېبه ددې امکان شته چې روسیه پر اوکراین برید وکړي، نو هغه مهال به د بهرنیو وګړیو ایستل ناشونی کار وي.

امریکا بیا وایي روسیه خپل بریدونه له هوايي بمباریو پیلوي. د اوکراین ولسمشر بیا ویلي چې د غربي هېوادونو دې اقداماتو د اوکرایني وګړو عمومي روحیه خرابه کړې ده او دوست او دښمن ترې ورک دی. بايډن بیا په تلیفوني مکالمه کې پوتین ته خبرداری ورکړی چې که پر اوکراین برید وکړي له سختو پایلو سره به مخ شي.

پوتین بیا هم وایي چې دوی د برید پلان نه لري.