په کراچۍ کې د سیند صوبې اسمبلۍ مخې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د پرلت اتمه ورځ پوره شوه. دا احتجاجي پرلت د فبرورۍ پر ۱۳ د منظور پښتین په مشرۍ غورځنګ، د خپلو غړو د خلاصون لپاره پيل کړی دی. دوی وايي، چې د پاکستان حکومت دې د دوی غړي؛ علي وزیر، اویس ابدال او ځینې نور ازاد کړي او د دې تر څنګ هغو کسانو ته هم عدالت غواړي، چې د پاکستاني پوځ په بریدونو یا مخامخ ډزو وژل شوي دي؛ خو تورن يې ازاد ګرځي.
دوی له هغه راهیسې دا غږ رسا او دیوه منظم بهیر په توګه يې پيل کړ، چې د ۲۰۱۸ په جنورۍ کې په کراچۍ ښار کې د «راو انور» په نامه پاکستاني پولیس افسر د نقیب مسید په نامه وزیرستانی وواژه. دا پولیس افسر په لومړیو ورځو کې ونیول شو؛ خو بېرته په ضمانت خوشې شو. په لومړیو کې راو انور تور لګولی و، چې مسید له پاکستاني ترهګرو سره اړیکه درلوده؛ خو د پاکستاني واکمنو تر تحقیقاتو وروسته په ډاګه شوه، چې نقیب په ناحقه وژل شوی دی. وروسته په ۲۰۱۹ کې هم د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې نقیب الله مسید بېګناه وباله.
د پي ټي ايم ظهور
د نقیب الله مسید تر وژنې دوې اوونۍ وروسته پښتونو له قبایلي سیمو څخه اسلام اباد ته احتجاجي لاريون پيل کړ. دا لاریون په لومړیو کې یوازې د وزیرستان اوسېدونکو له خوا پيل شوی و، چې وروسته یې لمنه پراخه شوه او د پښتنو لپاره یې له پاکستاني حکومت څخه خپل حقونه وغوښتل. هغه مهال نقیب مسید ته د عدالت غوښتلو لپاره په ټول پاکستان کې لاریونونه وشول او په اسلام اباد کې پښتنو بیا لس ورځې پرلت وکړ. د پښتنو لاریون چې د وزیرستان له غورځنګ څخه راپورته شوی و، د پښتون ژغورنې په غورځنګ واوښت. پښتون ژرغونې غورځنګ (PTM) مخ په پراخېدو شو. دا غورځنګ اوس دومره پراخ شوی، چې وړمه ورځ منظور پښتین پر بلوڅو او سیندیانو چې د پاکستان پنجاب حکومت له زیاتي سره مخ دي، د خپلو حقونو غوښتلو ته راوبلل. له دغه غورځنګ سره د کوېټې هزاره هم یوځای شوي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) دا اوږده لار په اسانه نه ده کچ کړې. په دې لار کې د منظور پښتین په ګډون د دغه غورځنګ په سلګونه غړي ونیول شول او په لسهاوو د پاکستاني حکومت له خوا وویشتل شول. مثلاً طاهر داوړ، ارمان لوڼي، سردار عارف او نور کسان. په ۲۰۱۸ کې کله چې د نقیب مسید په حق دغه غورځنګ ناره پورته کړه او په لومړي ځل يې د یوه پراخ غورځنګ په نامه وجود زرغون شو، ورسره سیاستوال، پښتانه او غیرپښتانه یوځای شول. له دوی سره داسې کسان هم یوځای شول، چې د پاکستان په دولتي ادارو کې يې دندې لرلې، ځکه چې دوی پوهېدل، په پاکستان کې له غیرپنجابي سره تبعیضي چلن کېږي او وروسته خو بیا د پوځ ویاند جنرال آصف غفور هم ومنله، چې د پي ټي ایم ځینې غوښتنې سمې دي.
داعیه او د انساني حقونو غوښتنه
د پاکستان تر جوړېدو وروسته چې کله د پښتنونخوا مساله لاینحله پاتې شوه، نو پاکستاني حکومت چې اکثره يې د پنجاب په لاس کې دی، په دغه هېواد کې له نورو قومونو سره تبعیضي چلن پیل کړی دی. باچا خان دا چې د کانګرس ګوند د هند د ازادۍ په یوقدمي کې خدايي خدمتګار هېر کړ، ګیله من و. دوی چې د شلمې پېړۍ له درېيمې لسیزې څخه يې د هند تر ازادۍ پورې د بریتانیايي ځواکونو پر خلاف د ګاندي په مشرۍ ګوند سره څنګ تر څنګ ولاړ و او سوله ییزه مبارزه یې کوله، څنګ ته پرېښوول شول.
پاکستانی حکومت په دغه هېواد کې نه یوازې له پښتنو سره تبعیضي چلن کوي؛ بلکې په دې خاوره کې له بلوڅ او سیندیانو او سراهکیانو سره هم ورته لاره مخکې وړي. بلوڅانو له کلونو راهیسې د پاکستان پوځ پر خلاف وسله راپورته کړې؛ خو برعکس پاکستاني پوځ کوښښ کړی، چې په پښتونخوا کې تروریزم ته لاره پرانیزي او د مدرسو په جوړولو سره تر ډېره په دې چاره کې بریالی شوی دی. پي ټي ایم د توندلارۍ خلاف غږ دی، د تروریزم او وسلې خلاف غږ دی او انساني ارزښتونو ته ژمن غورځنګ بلل کېږي. منظور پښتین د خپلې مبارزې اساس د عدم تشدد یا سوله ییزې مبارزې له مخې مخکې بیايي. دوی پښتنو ته ازادي غواړي، داسې ازادي چې که «عمل کوي، خبرې او لیکل کوي، چې د انسانیت په دایره کې دننه وي، دوی يې وکولای شي». په پښتونخوا کې خلک له دغې ازادۍ محروم دي. دوی د تروریزم پر خلاف خبرې نه شي کولی، حال دا چې دا مساله د پښتنو پر ضد یوه مساله وه او پښتنو يې هواری غوښت او غواړي. پر دې انساني ازادۍ د بندیز له کبله پي ټي ایم مټې رانغښتلې دي.
د پښتون ژغورنې غوښتنې د پښتون ولس غوښتنې دي. دوی له پاکستاني دولت څخه غواړي، چې برناحقه د پښتون ولس وژنې ودروي او هغه چې یې وژلي، باید قاتلینو ته يې د څېړنې کېس جوړ شي. دوی دا هم غواړي چې نژدې اته زره پښتانه چې لادرکه کړای شوي دي، د پاکستان حکومت دې ازاد کړي. هغه کسان چې ګناهکار وي، سزا دې ورکړي؛ خو هغه چې بېګناه وي، ولې په نه تور تری تم شوي دي. د دوی د مبارزې په پيل کې اته زره کسان د پاکستاني استخباراتو له خوا تری تم شوي دي، میندې او کورنۍ يې د راتلو ورځې شمېرې؛ خو د مرګ او ژوند پته يې نشته. پښتون ژغورنې غورځنګ غواړي، چې د دوی په خاوره کې چې د تروریزم د ختماوي په نامه څه ماینونه کرل شوي دي، باید پاک کړای شي، ځکه دا چاره له پښتون ولسه ژوند اخلي او پخپله تروریستي کړنه ده، چې پاکستانی ریاست یې د دوی پر خاوره پلې کوي. دوی په ټوله کې پښتون ولس ته د انساني ژوند چاپيریال برابرول غواړي؛ خو پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، چې په دې ټولو غوښتنو کې یوه هم تر دې دمه نه ده منل شوې. ځینې کسان د دې مبارزې په لړ راخوشې شول؛ خو پاکستاني ریاست دا کسان دومره ترهولي او ربړولي وو، چې ځینې يې ذهني تمرکز له لاسه ورکړی و او د ربړونو له کبله يې عادي ژوند ته دوام نه شي ورکولی.
پښتون ژغورنې غورځنګ پاسیف غورځنګ دی؟
په پاکستان کې چې کوم پښتانه د پښتونخوا او د خپلو حقونو لپاره سیاسي لاره پيلوي، پاکستاني سټېټ يې جرم بولي او د خپلو کړیو له خوا يې تر فشار لاندې راولي یا يې وژني. پاکستاني دولت قامي فکر په دې خاوره خاورې کول غواړي. ارمان لوڼي، طاهر داوړ، عارف وزیر، مشال خان… له همدې کبله ووژل شول او اوس اوس چې علي وزیر او اویس ابدال هم پاکستاني حکومت نیولي، د قامي فکر د سیاست په پلمه یې نیولي او مقدمه يې پرې روانه کړې، چې ګنې دوی د ملي امنیت ضد خبرې کړې دي. پاکستاني حکومت پښتنو ته د انصاف ورکول خپل مسوولیت او فرضیه نه ګڼي.
پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې خنډونه هم د قام د راويښولو په پلمه راپورته کېږي. پي ټي ایم په لومړي یوه کال کې پښتانه د شعوري ويښتیا پر لور روان کړل. پښتنو تر پي ټي ایم مخکې دا خبره نه شوی راپورته کولای، چې پاکستانی پوځ دوی په سیسټماتیکه توګه وژني؛ خو پي ټي ایم دا شعور په خلکو کې ويښ کړ. دوی په یوه شعار لاریون پيلاوه: «د ترهګرۍ تر شا [پاکستانی] پوځ ولاړ دی.» تر پي ټي ایم مخکې چا دا خبره له وېرې یادولی نه شوای؛ خو د دغه غورځنګ په مرسته خلک زړور شول او خپلو وژل شویو او ورکو شویو ته يې د عدالت غږ پورته کړ. دغه غورځنګ د ولس پر ضد شویو ظلمونو ته د خلکو سترګې پرانیزي او ورته وايي، چې تاسې له پوځ او پاکستان له خاورې ایستل شوی او شړل شوی ولس یاست.
وړمه ورځ منظور پښتین د کراچۍ په پرلت کې ګډونوالو ته وویل، چې پاکستاني حکومت داسې قوانین پاس کړي، چې پوځ پکې یو پښتون په دې تور وژلی شي، چې سوچ یا فکر يې د ده په اند ناسم برېښي. دوی خلک له محاکمې پرته تري تم کوي او انساني حقوق نه ورکوي. داسې قوانین د نړۍ په یوه ګوټ کې هم نشته، ان د پاکستان په نورو صوبو کې نشته؛ خو یوازې يې پښتونخوا ته پاس کړی دی. پر داسې موضوعاتو خبرې او ويښتیا ته کار د پي ټي ایم تګلاره ده. د مبارزې لپاره تر ټولو مهم عنصر هم قامي ويښتیا ده او پي ټي ایم دغې ويښتیا ته کار کوي.
وروستۍ خبره
وسله او ټوپک ممکن انقلاب راولي؛ خو قامي او ولسي ويښتا نه شي راوستلی. سوله ییزه مبارزه د قام د ويښتا لپاره تر ټولو اغېزناکه مبارزه ده. دا مبارزه په هند کې د بریتانوي استعمار پر ضد کامیابه وسله وه. له دې لارې قام له خوبه پاڅول کېدای شي. وخت زیات غواړي، خو بنیادي کار کوي. منظور پښتین په څلور کلنه سوله ییزه مبارزه کې تر دې دمه د پوځ پر ضد د خلکو فکر روښانه کړی. په زرګونه خلک د پي ټي ایم په غونډو کې ګډون کوي او په میلیونونو غړي لري. دا ټول د سوله ییزې مبارزې له لارې شوني شوي دي.
د پاکستان پر وړاندې اوس اوس دوې لویې مسالې راپورته شوې دي: پلوڅ؛ وسله واله مبارزه او پښتون؛ سوله ییزه مبارزه. پاکستان چې له اغاز راهیسې یې د دوی حقونه پایمال کړي، د دوی له کرکۍ سره مخ شوي دي.غیرپنجاب ولس په دغه هېواد کې د پردیوالي احساس کوي، دوی له خپلې خاورې که څه هم پکې اوسېږي، خو شړل شوي دي. پاکستان پر پخوانۍ پالیسۍ چې تر دې دمه يې پرې ګام اخیستی، نور مخکې نه شي تللی، ځکه استبدادي حکومتونه له زور او جبر سره سره اوږد عمر نه شي کولای.