ننګرهار کې د دوو کورنيو تر منځ د ۵ کلنۍ دښمنۍ ختمېدل

ننګرهار کې د دوو کورنيو تر منځ د ۵ کلنۍ دښمنۍ ختمېدل


  • 2 کاله دمخه (06/03/2022)
  • سمسور نیوز
  • 1076

ننګرهار كې د دوو كورنيو ترمنځ روغه جوړه وشوه

د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ او د کونړ ولایت د اوسیدونکو دوو کورنیو تر منځ یوه رامنځته شوې ۵ کلنه دښمني د سیمې د قومي مشرانو، دیني عالمانو او سپین ږیرو په منځګړتوب او جرګې بېرته په ورورګلوۍ بدله شوه

دا لانجه د شیرزادو ولسوالۍ د اوسیدونکي حاجي لعل بیګ او د کونړ ولایت اوسیدونکو حاجي محمد او پهلوان د کورنیو ترمنځ را منځ ته شوې وه.

 دغې دښمنۍ ته د پخوانۍ ولسي جرګې د غړي فریدون خان مومند او یو شمېر نورو مشرانو په منځګړتوب د پای ټکی کېښودل شو

قومي مشر او د یادې جرګې غړي ملک حسن کمالزي وویل، دواړو لورو یو بل ته بخښنه وکړل او ژمنه وشوه، چې راتلونکې کې د ورورۍ په فضاء کې ژوند تیروي او د پریکړې ماتونکي لوری به پنځوس لکه افغانۍ جریمه پرې کوي.

د جرګې یو تن بل غړي مولوي توکل وویل، هیواد کې د سولې فضاء قایمه شوې، چې باید کورنۍ او سیمه ییزې شخړې هم د مشرانو په منځګړتوب حل شي.

 د دواړو کورنیو غړي هم د جرګې د پریکړې څخه خوښي څرګندوي، چې د روغې جوړې او مشرانو په منځګړتوب یې دښمني بېرته په ورورۍ بدله شوه.

دوی په نورو هغو هېوادوالو، چې د دا ډول ستونزو سره لاس او ګریوان دي د روغې جوړې غږ وکړ.

د یادولو ده، چې تیره میاشت هم ننګرهار کې د هغو دوو کورنیو تر منځ روغه وشوه، چې د دښمنۍ پر مهال د دواړو لورو شل تنه وژل شوي وو.