د اوکراین د مسئلې په تړاو ناټو د فوق العاده غونډې د جوړولو تابیا لري

د اوکراین د مسئلې په تړاو ناټو د فوق العاده غونډې د جوړولو تابیا لري


  • 2 کاله دمخه (16/03/2022)
  • سمسور نیوز
  • 864

 د وروستیو معلوماتو له مخې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم په دې غونډه کې ګډون کوي. د سپينې ماڼۍ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه غونډه د مارچ میاشتې په ۲۴ مه جوړېږي او ولسمشر بایډن به په دې غونډه کې د ناټو له غړو سره یو ځل بیا خپلې ژمنې تکرار کړي او پر دې به ټینګار وکړي چې ګډې دفاع ته تیار دي. سپينې ماڼۍ ویلي چې پر اوکراین د روسیې یرغل او د احتمالي اقداماتو ترسره کول به هم ددې غونډې برخه وي. بایډن به همدا راز د اروپايي شورا په غونډه کې خبرې کوي او د امنیت او راتلونکې په اړه به خپلې څرګندونې لري.

‏د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې IOM ویلي چې له اوکراین جګړې څخه د تښتېدلو کډوالو شمېر له دری میلیونه کسانو واوښت. دې ادارې زیاته کړې چې له یادو کډوالو څخه ۱.۴ میلیونه ماشومان تشکیلوي.