د اوکراین جګړې د دوو نور خبریالانو ژوند واخیست!

د اوکراین جګړې د دوو نور خبریالانو ژوند واخیست!


  • 2 کاله دمخه (16/03/2022)
  • سمسور نیوز
  • 767

‏دتازه راپورنو له مخې د پیري زاکرزوسکي په نوم د فاکس نیوز یو خبریال له یوه بل خبریال سره یو ځای په کېیف ښار کې وژل شوي دي . د فاکس نیوز دا خبریالان د دوی پر موټر په ډزو کې وژل شوي دي.له دې وړاندې یو امریکایي مستند ساز هم د ډزو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. 

پراوکراین د روسیې د برید له امله تر اوسه څه کم دری میلیونه وګړي بیرون ته کډه شوي دي ، ۱۸ میلیونه وګړي جګړې ځپلي او دوه میلیونه د اوکراین د ننه بېځایه او بې کوره شوي دي. د اوکراین د رسمي سرچینو له مخې دجګړې له امله ۱۱۹ میلیارده ډالر زیان دې هیواد ته رسیدلی دی .