سړی څنګه ښامار شي؟

سړی څنګه ښامار شي؟


  • 2 کاله دمخه (24/03/2022)
  • پوهاند محمد اسمعيل يون
  • 918

انسان ډېر کمزوری موجود دی، اړتیاوې او نیمګړتیاوې یې زیاتې دي، د مظلومیت پر وخت یې احساس او عواطف د ملایکو د اخلاقو تر درجې ورسېږي ،خو کله چې حاکم شي ، نو بیا شداد او فرعون ترې جوړ شي.خبره هغه وخت خطرناکه شي چې د یوې ايډیالوژۍ پلویان له مظلومیت څخه حاکمیت ته ورسېږي او د خپلې واکمنۍ پر مهال یې هوسونه د بغاوت داسې پوړۍ ته ورسېږي چې نه یوازې ولس ترې تر پوزې راشي ، بلکې خپله ايدیالوژي هم دومره بدنامه او ناکامه کړي چې د ټولنې ټول نظم ورسره ګډوډ شي.تېر حکومت چې یوه کمه برخه یې ولسواکي وه ، نوره غوښنه او محوري برخه یې وطنپلورونکي جنګسالاران ، غربپالي ټامیان او نور ډول ډول فسادګر وو ، د بهرنیانو د مرستو په زور یې ساه چلېدله ، د هرې ورځې د د دوام قېمت یې د پنځه سوه ګلاليو افغانانو سرونه وو ، له ولس سره یې پوره واټن و، خو بیا یې هم د یو نظام بڼه درلودله ، نو تېرو تجربو ته په کتو سره تر ( نه ) نظامه همغه نیمګړی نظام هم یو غنیمت و . هغه وخت چې به زموږ په شمول هر هېوادپال افغان د نظام د اصلاح په نېت نیوکه کوله ، نو د ارګ پیاړمه خورو به یو دم د کنځلو توغندي زموږ خواته را وتوغول ، ویل به یې چې تاسو خو نظام تخریبوئ! په داسې حال کې چې موږ غوښتل نظام سم او مستحکم شي ، مفکر صیب ؛ اشرف غني خلکو ته دروغ و نه وايي او د محقق ، خلیلي ، عطا ، دوستم او نورو په شان غله له حکومته بهر کړي، موږ پر دې پوهېدلو چې د ټامیانو او لنډغرو ګډ ایتلاف به نه یوازې نظام ختم کړي ، بلکې هېواد به له ګڼو نورو جنحالونو سره مخ کړي، خو ټامیانو او د رسنیزو غوړه مالانو یې له غني څخه داسې یو خیالي مفکر جوړ کړی و ، چې د دوی په نظر هېڅ ډول خلا او نیمکړتیا یې نه لرله ، دې حالت ډاکټر غني د معلوماتو په خلا کې راګیر کړ ، د فروعنیت نشه یې په سر کې وټوکېده او خپله هره خبره یې د کاڼي کرښه ګڼله ، دې کار د سولې نورماله پروسه مختل کړه، په پای کې ده او ټامیانو یې پښې سپکې کړې، ولس یې دلته په هېواد کې نویو جنجالونو کې کېوت او ولسمشر یې د تېښتې لاره خپله کړه، تر دې وړاندې ولس تر حاکمیته بهر پاتې و او ولسمشر یې په ارګ کې له جنګسالارانو سره ایتلافي واکمني کوله، کله چې نظام ړنګ شو، نو مخالفینو یې د جمهوریت په پلمه د ملي بیرغ په ګډون د هېواد یو شمېر ارزښتونه حذف او محوه کړل . په(۳۵) ملیونه خلکو کې (۳۵) کسان هم د(( محبوب ولسمشر)) د ملاتړ او خواخوږۍ لپاره د مظاهرو ډګر ته را ونه وتل. د دې خبرې اصلي علت دا و چې د جمهوریت او ولسواکۍ په نامه دا بهیر نه جمهوریت و او نه ولسواکي . زه خپله د داسې یو ولسواک نظام پلوی وم او یم چې محتوايي یې ملي او اسلامي وي ، خو د نظام چارواکي د خلکو په خوښه او رایه وټاکل شي او اوس هم د همداسې یو نظام لپاره خپله هڅه او هاند کوم. اوس نو د جمهوریت په نامه د تېر فروعنیت او انارشیزم ځای دې نوو علمای کرامو نیولی، د دوی یو شمېر کسانو هم د هغوی په څېر ډېر ژر د خپل مظلومیت حالت هېر کړ او د استبداد مرض یې ورو ورو لیکو ته داخلېږي، دوی هم د غني په شان هر څه له خپلو ذهني عینکو ګوري ، هر څه د اسلام ، مذهب او شرعیت په نامه تمامول داسې یو کار دی چې نیتجه یې ډېره خطرناکه ده. تر اته میاشتني بندیز وروسته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستو هیله وه، خو دا هیله نن یو ځل بیا د (( امرثاني)) قرباني شوه، د نوي حکومت چارواکو ، چې په قطر کې له امریکایانو سره د اوربند کومه ژمنه کړې وه ، هغه یې تر پایه پوره عملي کړه ، خو چې دلته یې له خپل ولس سره د نجونو د ښوونځیو د پرانسیتو کومه ژمنه کړې وه ، هغه یې پر لومړۍ ورځ تر پښو لاندې کړه، ملا صاحبان پوهېږي چې د ژمنې ماتول د شریعت له مخې څه حکم لري؟

په اسلام کې خو تعلیم پر ښځه او نر فرص دی، نوي حکومت ته خو په کار وه چې تر هر څه وړاندې یې د دین دا حکم عملي کړی وای، خو له شریعت څخه چې اوس نوي واکمن کوم تعبیر اخلي او هغه بیا عملي کوي ، د اسلام په څوارلس سوه کلن تاریخ کې یې بېلګه نه ده لیدل شوې. د ژوند د هر نوي پرمختګ په مقابل کې له خپل تعبیر سره سم د شریعت ودرول خپله د شریعت په مقابل کې مخالفینو او موافقینو ته ګڼشمېر سیاسي پوښتنې راولاړوي . په اسلامي نړۍ کې افغانستان یوازینې اسلامي هېواد دی چې د نجونو د تعلیم په مقابل کې ورته دا ډول خڼډونه ، پلمې او ناندرۍ جوړېږي.

کومه خبره چې د نوي حکومت یو شمېر افراطي واکمنو ته باید څرګنده وي هغه دا ده ، چې تر پایه پورې خزانه قارون ته او پاچاهي فرعون ته نه پاتې کېږي، نو باید له ولس سره په چلند کې ډېر احتیاط وشي او اسلام د ژوند د ورځنیو پرمختګونو په مقابل کې د سیاسي وسیلې په توګه استمعال نه شي.

دا اوسنی نظام که څه هم د جمهوریت په نامه د تېر نظام په څېر ګڼ شمېر نیمګړتیاوې لري ، خو شتون یې بیا هم دې ولس ته ډېر ضروري دي ؛ په ټول هېواد کې یو واحد حاکمیت چلېږي، غله ، مفسد ، لنډغر او زورواکي ټول له وطنه ورک شول ، د خلکو سر او مال تر ډېره حده خوندي شو، خو دا نظام باید لا پسې اصلاح شي او استحکام پیدا کړي، نه دا چې د تېر جمهوریت په څېر د افراطي اشخاصو د نظریاتو قرباني شي. وېره دا ده لکه څنګه چې دا فغان ولس د کلونو کلونو بریاوې او ویاړونه اوس د تېر حکومت او جمهوریت په نامه قرباني کېږي ، نو که دا افراط روان وي ، نو ځای به یې داسې یو حالت ونیسي چې د ملت پاتې نور ملي او دیني ویاړونه او ارزښتونه به بیا د یو بل تفريط قرباني کېږي . سره له چې اوس په حاکمیت کې یوازې ملاصاحبان شریک دي، خو تر سقوط وروسته به په تاوان کې ټول افغان ولس ، په تېره بیا پښتون قوم ورسره شریک وي، د جمهوریت په ړنګېدو کې مو ملي بیرغ بایلود ، په نړۍ کې منزوي شولو ، خو د امارت په سقوط کې به هم دین بایلو، هم شریعت ، هم افغانستان او هم پښتو او پښتونولي، نو په اوسني نظام کې له اسلامپالو ، ملتپالو او هېوادپالو چارواکو مو هیله ده چې د افراطي چارواکو مخه ډپ کړئ ، خبره دې حالت ته مه پرېږدئ چې له هر سړي او نه سړي څخه ښامار جوړ شي او د دین او ملت پر ټولو شتمنیو انحصاري خېټه راواچوي، دې ته مو باید پام وي چې د ډاکټر غني تېر حکومت هم د جمهوریتپالو په نامه څو افراطي ټامیانو او لنډغرو د سقوط کندې ته ور برابر کړ او امارت کې که هم ځینې افراطي عناصر کنترول نه شي ، نو برخلیک به یې د همغه تېر جمهوریت په څېر وي !

پر چا به ښه پر چا به بده لګي

ما د رښتیا کیسه پوره وکړله .