د افغانستان د اسلامي اِمارت مشرانو ته پرانیستی لیک

د افغانستان د اسلامي اِمارت مشرانو ته پرانیستی لیک


  • 2 کاله دمخه (13/04/2022)
  • عبدالباري جهاني
  • 970

درنو مشرانو السلام علیکم. زړه ته مي نه لوېږي چي زما دا لیک دي تر تاسي پوري ورسیږي او یا دي، د رسېدلو په صورت کي، څوک اهمیت قدر ورکړي؛ خو زه خپله وجداني وظیفه پر ځای کوم.  

درنو مشرانو! شپږویشت کاله مخکي، چي ستاسي اکثریت ځوان ملګري به یا زېږېدلي نه ول او یا به ماشومان ول، ما د محترم وکیل احمد متوکل صاحب په مخکي، په کندهار کي، مُلا محمدعمر اخند ته وویل چي « تاسي له مخکني حکومت څخه د خلکو د نارضاییت او په نتیجه کي، له تاسي څخه، د خلکو د ملاتړ په زور راغلي او قدرت ته رسېدلي یاست. موږ ته په امریکا کي آوازه را ورسېده چي کله تاسي د اسماعیل خان سره په جګړه لګیا واست یوې سپین سري ښځي د خپل پوړني په پلو کي ماش درته راوړي وه او ویل یې ما په کور کي دغه څه درلوده دا واخلئ او طالبانو ته یې ورکړئ. دا د همدغه اولس صمیمیت او احساسات وه چي تاسي یې قدرت ته ورسولاست. خو زه چي افغانستان ته راغلی یم؛ ما ستاسي څخه یو سړی هم خوښ نه دی لیدلی او ټول درڅخه ناراض دي. که تاسي خلک په دغه شکل ناراض وساتی، ستاسي سرنوشت به هم د پخواني حکومت په څېر وي.» 

ما ملاصاحب ته، په دغه ارتباط، نوري ډیري خبري هم وکړې او ډېر مثالونه مي ورته راوړل. متوکل صاحب شاهد دی چي ملاصاحب زما د خبرو جواب نه درلودی او هیڅ یوه خبره یې هم ونه کړه. 

 له بده مرغه چي شپږویشت کاله وروسته تاریخ په یوه بل شکل تکرارېږي. زه یقین لرم تاسي پوهېږی چي په وطن کي لوږه او بېکاري خپل وروستي سرحد ته رسېدلې ده. د دې مدعا ښه ثبوت له یوې خوا پر سړکونو او بازارونو کي د خیرات خورو ښځو، ځوانانو او ماشومانو کتارونه او له بلي خوا اېران ته د افغان مهاجرینو سېل دی چي د ګاونډي هیواد اېران د ټول غیر انساني سلوک سره سره بیا هم خلک د خوارۍ مزدورۍ او یوې ګولې ډوډۍ د پیدا کولو لپاره د هغه هیواد ټول زحمتونه او غیر انساني سلوک پر ځانونو باندي مني او له خپلو کلیو او ښارونو څخه ورتښتي. دا د افغانستان تاریخ او حیثیت ته څپېړه ده. 

محترمو مشرانو! تاسي له یوې خوا وایاست چي افغانان باید له وطنه ونه وزي او له اِمارت سره همکاري وکړي مګر له بلي خوا مو د وزارتونو په مخکي طالبان درولي او ږیرخریلي مامورین دفترونو ته نه پرېږدي. د دې معنا دا ده چي تاسي ته لیاقت او د انسان شخصیت نور هیڅ اهمیت نه لري او د ښه سړي توب او لیاقت معیار یوازي ږیره ده. ستاسي د عالی تحصیلاتو وزیر وايي چي په تیرو شلو کلونو کي چي هر چا تعلیم او تحصیل کړی وي هغه د هیواد په درد نه خوري. آیا د یوه حکومت د عالی تحصیلاتو وزیر باید دغه راز بې مسوولیته خبري وکړي؟ زه ګومان نه کوم چي د دغه سویې څښتن سړی دي د یوه عادي مدیریت د چوکۍ صلاحیت او وړتیا ولري. 

د دې پرځای چي د هیواد بې ساري اقتصادي ستونزو حلولو او یوې لاري پیدا کولو ته توجه وکړئ، خپله توجه مو د محتسبینو ادارې ته متمرکزه کړې او هغوی پرته د خلکو له آزارولو څخه بل کار نه لري. موږهره ورځ په ټولنیزو رسنیو کي د افغانستان د خلکو د لوږي، بېکارۍ او ګدايي ګری ويډیوګاني ګورو. موږ هره ورځ وینو چي د هیواد ځوانان د ایراني او پاکستاني مقاماتو له ټولو سپکاویو سره سره بیا هم هغو هیوادونو ته تښتي. تاسي دې مهمي حیاتي مسئلې ته د توجه کولو پر ځای خپل ټول قوت د رباب ماتولو او د موسیقۍ د هنرمندانو وژلو ته متوجه کړی دی. د سړک پر غاړه طالب یا د امر بالمعروف نفر ولاړ وي او د موټروان تر زني لاس لاندي کوي او وايي که ږیره پرېږدې څومره به ښه ښکارې. دا د انسان پر شخصیت باندي تېر ی دی. دا چي هغه موټروان له ویري څه نه سي ویلای دا بېله خبره ده.  

تاسي د نجونو پر مخ د مکتبونو دراوزې تړلي دي، پوهنتونونه مو رخصت کړي دي او بیا د ترقۍ نارې وهئ. په جهان کي داسي بل کوم اسلامي هیواد هم سته چي د نجونو ښوونځي ونه لري؟ او د نجونو له ښونځیو پرته ترقي او حتی د هیواد ژوندي پاته کېدل ممکن دي؟ پر سړکونو باندي د ځوانانو وېښتان قیچي کوی او د خلکو په مخ کي یې توهینوی. دا نه یوازي پر انساني کرامت باندي تېری دی بلکه د حق متعال پر حدودو باندي هم ښکاره تجاوز دی. تاسي ځانونه د اسلام د دین علمبرداران بولی؛ مګر دا راته ویلای سی چي تاسي ته کوم کتاب د مسلمان اولس د دغه راز توهینولو او له هغوی سره د دغه راز سلوک کولو اجازه درکړې ده؟ 

درنو مشرانو! ستاسي د قدرت اته میاشتي پوره کیږي. په داسي حال کي چي د افغانستان د خاوري په سلو کي سل مو هم تر کنټرول لاندي ده خو تر اوسه پوري نه کوم کُفري او نه اسلامي هیواد، حتی پاکستان، په رسمیت پېژندلي یاست. نن ورځ نړۍ د یوه لوی کور حیثیت لري. په دونه لوی کور کي څوک یوازي ژوند نه سي کولای. یوازي افغانستان او اسلامي امارت د ټولي نړۍ څخه ګوښه او تجرید دی. دا د افغانستان بین المللي حیثیت ته سپکاوی دی او چاره یې یوازي تاسي کولای سی.  

د اسلامي اِمارت خارجه وزیر ښاغلي متقي یوه ورځ وویل چي نړۍ زموږ څخه څه غواړي؟ موږ څه باید وکړو چي نړۍ مو په رسمیت وپيژني؟ زه ګومان کوم چي دا سوال باید پخپله ستاسي او پخپله له متقی صاحب څخه وسي. تاسي په نړۍ کي بل داسي هیواد پېژنئ چي په دنیا کي یې هیڅ څوک په رسمیت نه پيژني؟ د دې علت تر بل هر چا تاسي ته پخپله معلومیږي. 

درنو مشرانو په دې هم پوهېږم چي زما دا پرانیستی لیک، که احیاناً تر تاسي ورسېږي، هیڅ اغېزه نه لري خو ما خپلي غاړي خلاصي او وجداني مسوولیت مي سپک کړ. یو ځل بیا هم درته وایم چي د اولسونو نارضاییت ستاسي د سقوط او پر هیواد باندي د یوې بلي فاجعې د نازلېدلو پیلامه ده.  

په خپل قدرت مه مغرورېږئ. دا یوازي ستاسي کمال نه وو چي تاسي د هیواد چاري په لاس کي واخیستلې او نن ورځ په ټول هیواد کي داسي غښتلی سیاسي رقیب نه لری چي له هغه څخه و وېرېږئ. دا د مخکني رژیم منتهی فساد او له هغه څخه د خلکو شل کلن نارضاییت وو چي ستاسي بري ته یې لاره هواره کړه؛ او اوس هغه نارضاییت ستاسي څخه هم موجود او پرله پسې مخ پر زیاتېدلو دی. 

 د خلکو نارضاییت، عامه لوږه او بېکاري او له ټولي نړۍ څخه ستاسي سیاسي تجرید ستاسي د سقوط او کندي ته د لوېدلو پیل دی. وما علينا إلا البلاغ.