پر کونړ او خوست له بریدونو وروسته؛ افغان حکومت د پاکستان سفیر احضار کړی

پر کونړ او خوست له بریدونو وروسته؛ افغان حکومت د پاکستان سفیر احضار کړی


  • 2 کاله دمخه (16/04/2022)
  • سمسور نیوز
  • 852

سمسور(شنبه د وري۲۷) د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار کړی.

د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې ټوېټر پاڼه کې راغلي چې د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت په خوست او کونړ ولایت کې د پاکستاني حکومت د وروستیو بریدونو په تړاو د یاد هېواد سفیر احضار کړ.

د سرچینې په خبره، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان له لوري وروستي ترسره شوي بریدونه وغندل او ټینګار یې وکړ، چې دا چاره باید نوره ترسره نه شي.

امیرخان متقي دغه راز وویل، چې په افغان خاوره د پاکستان له لوري دغه ډول بریدونه به د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کړي او ښايي له همدې ترینګلي حالت څخه ځينې مغرضې کړۍ سو‌ء استفاده وکړي.

په پای کې د بهرنیو چارو وزارت له لوري د پاکستان سفیر ته اعتراضیه لیک وسپارل شو، څو یې خپلو مشرانو ته ورسوي.