ګوترېش: د اوکراین جګړه به میلیونونه انسانان وځپي

ګوترېش: د اوکراین جګړه به میلیونونه انسانان وځپي


  • 2 کاله دمخه (16/04/2022)
  • سمسور نیوز
  • 890

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترېش وايي چې په اوکراین کې جګړه به د سون او خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ بدلون راولي.

نوموړي نن سهار پرخپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې شخړه او د اقلیم بدلون د خوراکي توکو په برخه کې بحران رامنځته کوي.

د نوموړي په باور د روسیې او اوکراین جګړه به د خوراکي توکو بیې لوړې او دمیلیونونه انسانانو ژوند به له خطر سره مخ کړي.

نوموړی په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه نژدې دوه میاشتو ته ورسېده او تازه د روسیې دفاع وزارت ویلي چې پر کییف ښار به خپل بریدونه لازیات کړي.

بل لورته بیا د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زیلنسکي د روسیې خلاف د خپلو خلکو جګړه او زړه‌ورتیا ستایلې.