یونما: افغانستان کې وروستي بریدونه د اندېښنې وړ دي

یونما: افغانستان کې وروستي بریدونه د اندېښنې وړ دي


  • 2 کاله دمخه (17/04/2022)
  • سمسور نیوز
  • 869

د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما په افغانستان کې وروستي بریدونه غندلي

د ملګرو.ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما پر خپله ټوېټر پاڼه په کونړ او خوست کې د پاکستاني حکومت له لوري وروستي بریدونه غندلي.

یاد دفتر دغه راز ویلي، چې دوی په خوست او کونړ ولايتونو کې د هوايي بريدونو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون دملکي تلفاتو د راپورونو په اړه اندېښمن دي.

  يوناما په سيمه کې دحقایقو دموندلو  او د رامنځته شويو زيانونو دکچې د معلومولو هڅه کوي.

باید یاده شي، چې پر کونړ او خوست وروستي بریدونه په کور دننه هم له سخت غبرګون سره مخامخ شول.