کندهار کې یو انسان تښتوونکی د دوو ماشومانو د سر پرې کولو پر مهال نیول شوی

کندهار کې یو انسان تښتوونکی د دوو ماشومانو د سر پرې کولو پر مهال نیول شوی


  • 2 کاله دمخه (28/04/2022)
  • سمسور
  • 781

سمسور (۸غوایی۱۴۰۱) کندهار کې ځايي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې یو انسان تښتوونکی داسې مهال نیول شوی، چې غوښتل یې د دوو ماشومانو سرونه ترې غوڅ کړي.  

د سرچینې په وینا، نوموړی کس دوه ورځې وړاندې د کندهار په ارغنداب ولسوالي کې د امنیتي مسوولانو له‌خوا ونیول شو او ماشومان هم ترې ژغورل شوي دي.  

د مالوماتو له‌مخې، دغه کس د ترور لور او زوی، چې عمرونه یې د لسو او اتو کالو و، تښتولي وو.