په کابل ښار کې وروستۍ چاودنه په پراخه کچه غندل شوې

په کابل ښار کې وروستۍ چاودنه په پراخه کچه غندل شوې


  • 2 کاله دمخه (30/04/2022)
  • سمسور
  • 881

سمسور (۱۰غوایی۱۴۰۱) تېره ورځ د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند دارلامان سیمه کې د «صوفي خلیفه خانقاه» کې چاودنه رامنځ ته شوې. 

د کابل امنیه قومنداني ویاند، خالد ځدراڼ وایي، چې د دغې چاودنې پر مهال ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، ټام وېسټ پر خپل ټوېټر پاڼه، په یاد جومات باندې د تېرې ورځې چاودنه غندلې او ویلي یې دي، چې عاملین یې باید مجازات شي.

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي، چې ډېر ژر به د دغه بریدونو عاملین پیدا او مجازت شي. 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ «یوناما» هم دغه چاودنه په کلکو ټکو غندلې او یاد برید یې د اندېښنې او خپګان وړ بللی دی.

همدغه راز پخواني ولسمشر حامد کرزي او مخکیني حکومت کې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله، هم دا برید په کلکه غندلی او پر عبادت ځایونو باندې بریدونه یې بشري جنایت ګڼلی دی.

تر دا مهاله د یاد برید مسوولیت کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی؛ خو تر دې وړاندې د بلخ په مرکز مزار شریف ښار کې د شیعه ګانو په جومات کې چاودنې، چې لسګونه تنه یې وژلي او ټپیان کړي وو، داعش یې مسوولیت منلی و.