سمسور (۱۳غوایی۱۴۰۱) د طالبانو حکومت په هېواد کې له رسنیو د مالي ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د دوی حکومت په افغانستان کې د رسنیو ترشا ولاړ دی او ملاتړ ترې کوي.
هغه همدارنګه ویلي، چې په افغانستان کې رسنۍ د قوانینو په دننه کې آزاد فعالیت او نشرات کولای شي.
د نوموړي په خبره، هغه رسنۍ چې په وروستیو کې یې فعالیت درېدلی لامل یې د دوی حکومت نه؛ بلکې د تمویل له لاسه ورکول دي.
هغه د دوی حکومت لهخوا د خبریالانو نیونې ته په غبرګون کې ویلي، چې ځینې خبریالان د وضاحت لپاره وربلل شوي؛ خو دا هېڅ کله هم د شکنجې او زنداني کېدو په مانا نهده.
دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د بښنې نړیوال سازمان، نن د مې درېيمه د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې سانسور مخ په زیاتېدو دی او هلته خبریالان کلابند دي.