هرات کې طالبانو مېرمنو ته د موټر چلولو د جوازونو ورکول بند کړي

هرات کې طالبانو مېرمنو ته د موټر چلولو د جوازونو ورکول بند کړي


  • 2 کاله دمخه (04/05/2022)
  • سمسور
  • 797

سمسور (۱۴غوایی۱۴۰۱) په هرات ولایت کې طالبانو د موټر چلوونې ادارو ته لارښوونه کړې، چې ښځو ته دې د موټر چلولو لایسنس ورکول بند کړي.

په دغه ولایت کې د موټر چلولو د زده‌کړو مسوولینو ویلي، چې دوی ته په شفاهي ډول ویل شوي، چې د ښځو د موټر چلوولو د زده‌کړې پروسه وځنډوي.  

دوی همداشان رسنیو ته ویلي، چې د ترافیکو ریاست ښځو ته د موټر چلولو د فورمو وېشل هم بند کړي دي.

که څه هم د ښځو د موټر چلولو د بندولو په اړه لا تر دا مهاله کومه لارښوونه نه ده شوې؛ خو ځينې ښځې د طالبانو له دې اقدام خواشینې دي او د شته محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کوي. 

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په افغانستان کې مېرمنې له ګڼو بندیزونو سره مخ شوې دي او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې هم تړل شوې دي.