هند او فرانسې په افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت رامنځ‌ته کېدو غوښتنه کړې

هند او فرانسې په افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت رامنځ‌ته کېدو غوښتنه کړې


  • 2 کاله دمخه (05/05/2022)
  • سمسور
  • 762

سمسور (۱۵غوایی۱۴۰۱) هند او فرانسې په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو سربېره، د ښځو، نجونو او اقلیتونو د حقونو د درناوي غوښتنه کړې ده.

هندي رسنیو د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون او د هند د لومړي وزیر، نرندرا مودي ترمنځ په پاریس کې د لیدنې ګډه اعلامیه خپرې کړې ده.

په دغه اعلامیه کې دواړو مشرانو د یوه سوله ییز، امن او باثباته افغانستان څخه خپل کلک ملاتړ څرګند کړی.

دواړو مشرانو په افغانستان کې پر بشري وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

دا هغه عمده غوښتنې دي، چې نړیوال یې د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره مطرح کوي.