سمسور (۱۶غوایی۱۴۰۱) د پاکستان لومړي وزير، شهباز شریف له نړيوالې ټولنې افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.
هغه پر خپل ټوېټر پاڼه په افغانستان کې وروستیو سېلاب ځپلو سره خواشیني څرګنده کړې ده او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې، چې له سېلاب ځپلو سره دې مرسته وکړي.
نوموړي همداراز ویلي، چې هېواد به یې له افغانانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د یادونې ده، چې په وروستۍ یو اوونۍ کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ورښتونو او سېلابونه له کبله شااخوا ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ مالي زیانونه یې ور اړولي دي.