د حجاب اجباري کول؛ يوناما د حجاب په اړه د طالبانو پر تازه پرېکړې اندېښنه څرګنده کړې

د حجاب اجباري کول؛ يوناما د حجاب په اړه د طالبانو پر تازه پرېکړې اندېښنه څرګنده کړې


  • 10 مياشتي دمخه (08/05/2022)
  • سمسور
  • 330

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) تېره شپه ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له‌خوا د مېرمنو د حجاب په اړه پر وروستۍ پرېکړې ژوره اندېښنه څرګند کړې ده.
اعلامیه کې ویل شوي، چې دا پرېکړه د طالبانو له ګڼو هغو تضمینونو سره په ټکر کې ده، چې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون یې د ټولو افغانانو د حقونو د درناوي او ملاتړ لپاره کړي وو.
په اعلامیه کې زیاته شوې، چې دا اداره به ددې پرېکړې په اړه د وضاحت په موخه ډېر ژر د طالبانو له چارواکو سره وګوري.
اعلامیې همدارنګه ویلي، چې یوناما به ددې پرېکړې په اړه د نړیوالې ټولنې له غړو سره هم بحث او سلا مشورې وکړي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د شنبې په ورځ په دې اړه تازه سپارښتنه کې ویلي، چې "د مسلمانو اصیلو، بالغو ښځو لپاره شرعي حجاب رعایت کول فرض او ضروري دی."