سرپرست حکومت: د چورلکو د بېرته ترلاسه کولو لپاره امریکا سره خبرې کوو

سرپرست حکومت: د چورلکو د بېرته ترلاسه کولو لپاره امریکا سره خبرې کوو


  • 2 کاله دمخه (09/05/2022)
  • سمسور
  • 744

سمسور (۱۹غوایی۱۴۰۱) سرپرست افغان حکومت وایي، چې دوی د چورلکو د بېرته ترلاسه کولو په اړه له امریکا سره خبرې اترې کوي. 

د سرپرست افغان حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد په خپله وروستۍ مرکه کې د امریکا له خوا د افغان پوځ د چورلکو ستنول له ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو سره سرغړونه بللې ده.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د افغانستان د مخکېني حکومت د سقوط پر مهال یو شمېر افغان پيلوټانو ځینې چورلکې ګاونډیو هېوادونو ته ولېږدولې، چې اوس یې امریکا له ورکولو ډډه کړې ده.

د راپورونو له‌مخې، چې امریکا د افغانستان پخواني پوځ لپاره ځینې  اخیستل شوې الوتکې اوکراین ته هم ورکړې دي.