متقي: د افغانستان له خاورې به هيچا ته ګواښ نه‌پېښېږي

متقي: د افغانستان له خاورې به هيچا ته ګواښ نه‌پېښېږي


  • 1 کال دمخه (09/05/2022)
  • سمسور
  • 562

سمسور (۱۹غوایی۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن پرون، د ا.ا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي. 

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي په خپل ټوېټر باندې د دغې لیدنې خبر خپور کړی دی. 

د بهرنیو چارو سرپرست وزير ښاغلي متقي له توماس نیکالسن سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې به هيچا ته ګواښ نه پېښېږي. 

په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر امنیتي او اقتصادي مسائلو بحث کړی دی. 

همداراز د لیدنې پر مهال ټینګار شوی، چې د ټولو ستونزو د هواري يوازېنۍ لاره د خبرو اترو په ادامې کې نغښتې ده.

نوی سرپرست افغان حکومت لا د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.