له ایرانه سلګونه افغان کډوال بېرته هېواد ته را ستانه شوي

له ایرانه سلګونه افغان کډوال بېرته هېواد ته را ستانه شوي


  • 2 کاله دمخه (09/05/2022)
  • سمسور
  • 761

سمسور (۱۹غوایی۱۴۰۱) له ایران څخه نږدې شپږ سوه افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پرون ویلي، چې په دغو راستانه شویو افغانانو کې ۱۶ کورنۍ شاملې دي او ۵۷ کسان په زور خپل هېواد ته را استول شوي دي. 

د دې وزارت په خبره، چې دا راستانه شوي افغانان یې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې «آی او ام» ته معرفي کړي؛ څو لازمې مرستې ورسره وشي.

بل خوا؛ ایراني چارواکو ویلي، چې د نوي حکومت له رامنځ ته کېدو وروسته د ورځې تر پنځه زره افغانان دغه هېواد ته ننوځي.  

د معلوماتو له‌مخې، ایران بېرته تر دوه نیم لکو افغانان د کال په لومړیو دریو میاشتو کې په زور خپل افغانستان ته استولي دي.