د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستل کېدو لپاره کمېټه ټاکل شوې

د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستل کېدو لپاره کمېټه ټاکل شوې


  • 2 کاله دمخه (09/05/2022)
  • سمسور
  • 773

سمسور (۱۹غوایی۱۴۰۱) سرپرست حکومت وایي، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو په اړه د عالمانو یوه کمېټه ټاکل شوې ده.

د ا.ا د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان، دا خبره تېر ماښام رسنیو ته کړې؛ خو زیاته کړې یې ده، چې دی ترې خبر نه دی چې دغه کمېټه به کله خپل کار پیلوي.

د هغه په خبره، دا کمېټه به پرېکړه کوي، چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته نجونې د کومو شرایطو له مخې ښوونځیو ته پرېښودل شي. 

د نوي حکومت د بیا واکمنېدو څه باندې ۹ میاشتې کېږي، خو لا یې هم تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده‌کړو اجازه نه‌ده ورکړې.