کورنیو چارو وزارت: له کابل ښاره شل زره نشه‌یان راټولوو

کورنیو چارو وزارت: له کابل ښاره شل زره نشه‌یان راټولوو


  • 2 کاله دمخه (10/05/2022)
  • سمسور
  • 904

سمسور (۲۰غوایی۱۴۰۱) د کورنیو چارو وزارت وایي، په نږدې راتلونکي کې له کابل ښار او بېلابېلو سیمو څخه پر نشه‌یي توکو روږدي ۲۰ زره کسان راټولوي او د درملنې په موخه به یط روغتیایي مرکزونو ته ولېږدوي.

د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ویلي، چې هغه کسان چې د دوی له خوا روغتیایي مرکزونو ته وړل شوي وو، زیات شمېر یې اوس بېرته عادي ژوند ته را ګرځېدلي دي.   

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د کابل په ګډون له نورو ولایتونو څخه هم ګڼ شمېر پر نشه‌یي توکو روږدي کسان د درملنې په هدف روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.