امريکا: که نوی حکومت پر خپلو پرېکړو له سره غور ونه‌کړي، فشار پرې راوړو

امريکا: که نوی حکومت پر خپلو پرېکړو له سره غور ونه‌کړي، فشار پرې راوړو


  • 2 کاله دمخه (10/05/2022)
  • سمسور
  • 697

سمسور (۲۰غوایی۱۴۰۱) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، که د افغانستان نوی سرپرست حکومت د افغان ښځو او نجونو په اړه پر خپلو پرېکړو بیا غور ونه‌کړي؛ نو پر حکومت به یې فشارونه زیات کړي. 

د دې وزارت ویاند، نېډ پرایس پرون په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې دا مسئله یې له افغان لوري سره هم شریکه کړې. 

ښاغلي پرایس زیاته کړې، چې که سرپرست حکومت پر نجونو او ښځو لګېدلي محدودیتونه لیرې نه‌کړي؛ نو دوی به نوي اقدامات وکړي؛ خو هغه په دې اړه نور جزییات نه‌دي  ورکړي. 

سرپرست حکومت د شنبې په ورځ یو فرمان اعلان کړ، چې له مخې به یې پر ښځو حجاب جبري کوي او ښځو به ته له اړتیا پرته له کوره د وتلو اجازه نه ورکول کېږي.