انس حقاني: د امربالمعروف په نوم باید خلک له اسلامه متنفره نه‌شي

انس حقاني: د امربالمعروف په نوم باید خلک له اسلامه متنفره نه‌شي


  • 2 کاله دمخه (10/05/2022)
  • سمسور
  • 754

سمسور (۲۰غوایی۱۴۰۱) د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت سلاکار انس حقاني ویلي، چې د امربالمعروف او نهی عنی المنکر په نامه دې خلک له اسلام څخه متنفره نه‌شي.

نوموړي نن په کابل کې د امربالمعروف وزارت له خوا په جوړ شوي سیمنار کې ویلي، چې اسلامي احکام لکه څنګه چې اسلام وايي باید په هماغه ډول پلي شي. 

د هغه په خبره، د اسلامي احکامو له پلي کېدو نه شي  تېرېدلی، خو زیاته کړې یې ده، چې افغان ولس د نېکو اخلاقو تمه لري، باید چې د خلکو خیال وساتل شي. 

دا په داسې حال کې ده، چې د امربالمعروف وزارت د شنبې په ورځ د ښځو د حجاب اجباري کېدو په اړه حکم اعلان کړ او په کې غوښتل شوي، چې ښځې باید له ضرورت پرته له کور هم ونه وځي.  

دې وروستي فرمان زیات شمېر کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي او ویلي شوي، چې طالبانو د اقتصادي بحران ته د رسېدو پر ځای پر ښځو او نجونو محدودیتونو لګولو ته مخه کړې ده.