کابل واشنګټن ته: حجاب مو کورنۍ مسئله ده، پر ځای یې اساسي مسئلې ته پام وکړئ

کابل واشنګټن ته: حجاب مو کورنۍ مسئله ده، پر ځای یې اساسي مسئلې ته پام وکړئ


  • 2 کاله دمخه (11/05/2022)
  • سمسور
  • 775

سمسور (۲۱غوایی۱۴۰۱) د ا.ا سرپرست حکومت مرستیال ویاند، انعام الله سمنګاني په خپلو وروستیو څرګندونو کې امریکا ته په خطاب کې ویلي، چې حجاب د افغانانو کورنۍ مسئله ده.

هغه همداراز ویلي، امریکا دې پر افغانستان د شته بندیزونو ختمېدو هڅې وکړي، چې په وینا یې افغان ټولنه یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړې ده. 

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي، چې تر دې وړاندې  امریکا خبرداری ورکړی و، چې که نوی افغان حکومت د مېرمنو په اړه پر وروستي فرمان له سره غور ونه کړي؛ نو دوی به پرې فشارونه زیات کړي.

د ا.ا د امربالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت د تېرې شنبې په ورځ پر افغان ښځو حجاب جبري اعلان کړ او ویې ویل، چې مېرمنې دې له ضرورت پرته له کور هم نه وځي.

دې مسئلې په کور دننه او بهر زیات شمېر غبرګونونه راپارولي او دغه پرېکړه په پراخه کچه غندلې شوې.