سرپرست حکومت: حجاب اجباري نه‌دی او نجونې به هم زده‌کړو ته پرېښودل شي

سرپرست حکومت: حجاب اجباري نه‌دی او نجونې به هم زده‌کړو ته پرېښودل شي


  • 2 کاله دمخه (11/05/2022)
  • سمسور
  • 668

سمسور (۲۰غوایی۱۴۰۱) سرپرست افغان حکومت وایي، حجاب اجباري نه دی او نجونې به هم د هلکانو په څېر ښوونځیو ته پرېښودل شي.

دا خبره په قطر کې د ا.ا د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله یوه وروستۍ مرکه کې کړې ده او ویلي یې دي، چې د مېرمنو په اړه وروستی فرمان اجباری نه دی.

د هغه په خبره، په وروستیو کې په رسنیو کې د دوی له وروستي فرمان ناسم تعبیر شوی دی. 

ښاغلي شاهین همداراز زیاته کړې، چې دوی هېڅ کله هم د نجونو د زده‌کړو مخالف نه دي او په وینا یې، د نجونو د زده کړو لپاره د ښې فضا په برابرولو بوخت دي. 

د مېرمنو د حجاب په اړه د ا.ا وروستي فرمان ګن غبرګونونه پارولي او ویل شوي، چې دوی دې د فرمانونو صادرولو پر ځای مېرمنې کار او نجونې زده‌کړو ته پرېږدي.