د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر داته پنځوسمې اونیزې غونډې رپوټ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • راحله نوري
  • 1185

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیراته پنځوسمه اوونیزه غونډه د 1387 لمریز کال د سنبلی په ۷ مه نیټه د پوهنې وزارت په کلوپ کې  د گڼو خویندو په گډون  جوړه شوه .دغه غونډه د تورپیکۍ مومند به مشرۍ چې (صحابې مالک خروټې) یی ویاندی کوله او د غونډې میلمنه دافغانستان دبشري حقونو او دموکراسي د ټولنې غړې اغلی ناهید ملکزۍ وه.
د غونډې په لومړۍ برخه کې د تیرې اوونۍ ریپورټ ولوستل شو او ورپسی د بهیر پر کاري مسایلو خبرې وشوې چې یو له هغه څخه د بشری حقوقو په اړه د لنډو کیسو دسیالی پروګرام دی چې د بشری حقوقو د دفتر له خوا ترسره کیږی او ددی پروګرام په اړه آغلی ناهید د بهیر غړو ته هم معلومات ورکړل او له ټولو خویندو څخه هیله وشوه تر څوخپل مطالب راتلونکی غونډی ته راوړی،
همدا راز مینې صابر وردک د د درخانۍ د یوی میاشتنی خپرونې په اړه وویل چې دوی غواړی دغه خپرونه په یوی میاشتنی مجله تبدیله کړی او د بهیر د غړو څخه یې هیله وکړه ترڅو خپلی لیکنی دی ورکړی.
د غونډې په دوهمه برخه کې د آغلی وږمې فضلي شعر کره کتنې ته وړاندی شو او د غونډی ګډونوالو پرې خپل نظرونه ورکړل،
هیلی صابر د شعر په اړه داسې وویل شعر یی ډیر ښه وو او ډیر ښایسته الفاظ یې پکې کارولی وو، همدارازد غونډی نورو ګډونوال په وار سره ددی شعر وستایلو خپل نظرونه یې ورکړل،
او د مشاعرې په برخه کې د غونډې ګډونوالو هر يوې مينه يوسفزۍ ،وږمې فضلي ، جملې صافۍ ، صحابه خروټې ، صالحه سروري ،ملالۍ، تورپيكۍ مومند ، پاريسه ، مرضيه امین ، مينا نظري ، بصيرې، ګل مینې ،نسرین، سپوږمۍ،نادیې،برښنا ساپۍ او ښکلا  خپل شعرونه او نوری لیکنې ولوستلی اوپه پای کی د اوونی نیکمرغه نجلۍ د پچې په اساس راحله نوری وټاکل شوه او دمیرمن بهیر ځانګړی سوغات ورته ډالۍ شو.
وروسته دغونډې په ګډونوالو دنوې پوهنه مجلې وویشل شوې .
 او غونډه د مازدیګر پر دریو بجو پای ته ورسیده. هيره دې نه وي چې د ميرمن بهير اوونيزه غونډه د هرې شنبې په ورځ د ماسپښين په يوه نيمه بجه د پوهنې وزارت په شپږم پوړ كې جوړيږي.