سمسور (۲۲غوایی۱۴۰۱) د پکتیکا ولایت ځایي سرچینې وايي، ناپېژاندو کسانو د دغه ولایت په «جانيخېل» ولسوالۍ کې یو ځوان زندۍ کړی او وژلی یې دی.
په پکتیکا کې امنیتي مسوولینو ویلي، چې دغه ځوان عصبي ستونزه لرله او پخپله یې ځان وژلی دی.
مسوولینو همداراز رسنیو ته ویلي، چې څه وخت وړاندې د دغه ځوان مور او پلار هم ځان وژنه کړې وه.
بلخوا د ځینو رسنیو یاد ځوان «کرزی» نومولی او په خبره یې، چې جسد یې نن چهارشنبه داسې مهال موندل شوی، چې د سولر په پایه پورې د بل چا لخوا په دار ځړول شوی و.
دا په داسې حال کې ده، چې هر ورځ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بېوزلۍ له امله د ځانوژنو راپورونه ورکول کېږي.