مارک میلي: که اړتیا شوه پر افغانستان هوایي بریدونه کولای شو

مارک میلي: که اړتیا شوه پر افغانستان هوایي بریدونه کولای شو


  • 2 کاله دمخه (12/05/2022)
  • سمسور
  • 760

سمسور (۲۲غوایی۱۴۰۱) د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر «مارک میلي» ویلي، که د افغانستان له خاورې امریکا ته خطر پېښ شي، دوی پر افغانستان هوايي بریدونه کولای شي. 

میلي دا څرګندونې پرون چهارشنبه د امریکا سنا مجلس د دفاعي کمېسیون یوې غونډې ته وکړې.

مارک میلي ویلي، امریکايي پوځیان لا هم پر افغانستان څار کوي او په خبره یې چې که د دغه هېواد له خاورې امریکا ته ګواښ پېښ شي، پر افغانستان د هوايي عملیاتو بشپړه وړتیا لري.

میلي همداراز زیاته کړې، چې امریکايي ځواکونه پر خپلو ژمنو ولاړ دي او هغه دا چې افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځایونو نه بدلېږي.