د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې په یوه جومات کې چاودنه شوې

د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې په یوه جومات کې چاودنه شوې


  • 2 کاله دمخه (13/05/2022)
  • سمسور
  • 734

سمسور (۲۳غوایی۱۴۰۱) د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند «قمبر څلور لارې» یو جومات کې چاودنه شوې ده.

د کابل د امنیه قومانداني ویاند خالد ځدراڼ وایي، دغه چاودنه د «ایوب صابر» جومات کې جمعې لمانځه پر مهال شوې ده.  

د نوموړي په خبره، د لومړنیو معلوماتو په اساس په چاودنه کې درې لمونځ کوونکي ټپیان شوي دي.

هغه همدارنګه زیاته کړې، چې د پېښي ځاى ته امنیتي ځواکونه رسېدلي دي او په اړه يې پلټنې پيل کړې دي. 

ویل کېږي، د دغې چاودنې پر مهال د میا صیب په نوم مشهور تبلیغي هم وژل شوی، خو لاهم حکومتي چارواکو دغه وژنه نه ده تائید کړې. 

تر دا مهاله د دغه چاودنې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.

دا په تېرو دوه میاشتو کې پر جوماتونو څلورمه چاودنه ده چې رامنځته کېږي.