روسیه: نوی حکومت دې خپلو مخالفو ډلو سره مذاکراتو ته کېني

روسیه: نوی حکومت دې خپلو مخالفو ډلو سره مذاکراتو ته کېني


  • 2 کاله دمخه (14/05/2022)
  • سمسور
  • 684

سمسور (۲۴غوایی۱۴۰۱) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، نوی سرپرست حکومت دې له خپلو ټولو مخالفینو سره د خبرو مېز ته کېني. 

ښاغلي لاوروف دا څرګندونې په تاجکستان کې یوې خبرې ناستې ته کړې دي.

هغه په افغانستان کې وروستۍ نښتې د اندېښنې وړ بللي دي او له اسلامي امارت یې له خپلو مخالفینو سره د هر څه ژر خبرو اترو د پیل غوښتنه کړې ده. 

د نوموړي په خبره، په افغانستان کې د یو ټول‌منلي حکومت رامنځ ته کېدل به دایمي ثبات ته لار هواره کړي. 

لاروف همداراز زیاته کړې، چې په افغانستان کې دې د ټولو سیاسي جریانونو له ګډون یو پیاوړی حکومت جوړ او دایمي ثبات ته دې لار پرانیستل شي.