بلخ ولایت کې د یوه ټکسي چلوونکي سر پرې شوی دی

بلخ ولایت کې د یوه ټکسي چلوونکي سر پرې شوی دی


  • 2 کاله دمخه (14/05/2022)
  • سمسور
  • 715

سمسور (۲۴غوایی۱۴۰۱) بلخ کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې وسله والو کسانو د یوه ټکسي چلوونکي سر پرې کړی دی.

د ټکسي چلوونکي خپلوان وایي، چې هغه د خلم ولسوالي له مرکز څخه د مزارشریف مرکزي روغتون ته پر لار و، چې د پلټنې په تمځای کې د وسله والو کسانو له خوا درول شوی او وروسته یې په چاړې سر پرې شوی دی.

د مالوماتو له‌مخې، چط دغه ټکسي چلوونکی امان الله نومېده او د کورنۍ یوازېنۍ سرپرست و.

د یادونې وړ ده، چې دغه پېښه نهه ورځې مخکې شوې ده؛ خو د اسلامي امارت ځایي چارواکو تر اوسه د دې پېښې عاملان نه دي نیولي.