ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۱۹ ميليونو ډېر خلک له لوږې سره مخ دي

ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۱۹ ميليونو ډېر خلک له لوږې سره مخ دي


  • 2 کاله دمخه (15/05/2022)
  • سمسور
  • 742

سمسور (۲۵غوایی۱۴۰۱) د ملګرو ملتونو یوه اداره وايي په افغانستان کې د روان کړکېچ له کبله د پوهنې برخه له خلکو هېره شوې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ پرون په یوه ټویټ کې ویلي، دا مهال تر ۱۹ ميلیونو ډېر افغانان د لوږې له ستونزې کړېږي.

دغې ادارې د بامیان په تاجک کلي کې د هغو ماشومانو عکسونه هم خپاره کړي، چې د دوی له خوا ورسره د ښوونځیو د بستو/ بکسونو مرسته شوې ده.

په هېواد کې بېکاري، د کافي کار نشتون او وچکالي هغه څه دي، چې د افغانانو ژوند یې ترینګلی کړی دی.